افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنه: افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتيا لري

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ  په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې رافيلا ايوديس سره وکتل.رافيلا ايوديس په دې کتنه کې په افغانستان کې په سراسري امنيت خوښي وښوده او ويې ويل ، چې په ډاډه زړه يې د هيواد يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ او د خلکو وضعيت يې له نږدې کتلی دی.دې له افغانستان سره د اروپايي اتحاديې د مرستو د دوام خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې اوسمهال بشري مرستې اړمنو کورنيو ته رسېږي او پکې د فساد اندېښنه نشته.نوموړې وويل: افغانستان د اقليمي بدلون قرباني هيواد دی او اړتيا ده، چې نړيوال افغانستان ته ځانګړې پاملرنه او د اقليمي بدلون د زيانونو د مخنيوي لپاره اړينې مرستې وکړي.د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې د افغانستان او اروپايي اتحاديې د اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتيا لري.په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د مثبت رول څخه مننه وکړه او ويې ويل ، چې دا مهال په افغانستان کې فساد، نشه يي توکي او زورواکي پای ته رسېدلې ، داعش ځپل شوی او سرحدات کنټرول شوی دی.نوموړي وويل:  اړتيا ده، چې له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او د بنسټونو په رغولو کې اساسي مرستې وشي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال زياته کړه، چې په اجباري ډول او شرايطو ته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانينو خلاف و او دوی يې محکوموي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *