
د روزګان مسئولين وايي: له تېرو څو ورځو راهيسې يې مرکز ترېنکوټ ښار کې لسګونه هغه کسان نيولي ،چې په پاکستانۍ کلدارې يې راکړه ورکړه کوله.په روزګان کې د افغانيو د ترويج کمېسيون غړی حاجي يوسف رسنيوته ويلي، تراوسه يې ۳۰ داسې کسان نيولي چې په پاکستانۍ کلدارې يې راکړه ورکړه کوله او يا يې تر ټاکلې اندازې په لوړ قيمت توکي پلورل.ده وويل: (( موږ د ښار اوسېدونکو ته مخکې خبر ورکړی و چې نور پاکستانۍ کلدارې بندې دي. تراوسه موږ په پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې په تور ۳۰ کسان نيولي او د تېرو څو ورځو راهيسې مو د دغه کسانو دوکانونه هم تړلي دي.))په ورته وخت کې عام خلک که څه هم ښار کې د افغانيو ترويج څخه هرکلی کوي، خو زياتوي، چې روزګان کې افغانۍ کمې او دوی ورته لاسرسی نهلري.د دې ولايت يوشمېر اوسېدونکي وايي: له هغه وروسته چې بازارونو کې پاکستانۍ کلداره بنده شوې، ورسره د توکو نرخونه هم دوه برابره زيات شوي دي. دوی له مسئولينو څخه د يادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.د روزګان اوسېدونکي سمېعالله وايي: (( د افغانيو واړه لوټونه ښار کې نشته، بله ستونزه دغه ده چې دلته خلک بېخي افغانۍ سره پېژني لا هم نه، بايد ميده پيسې ښار ته وړاندي شي.))په ورته وخت کې د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رئيس قاري اغاولي قريشي وايي، دامهال يې په کافي اندازه افغانۍ روزګان ته لېږدولي دي.دا په داسي حال کې ده چې د روزګان مسئولينو د تېرې شنبې ورځ دغه ولايت کې د پاکستانۍ کلدارې د مخنيوي او افغانيو د ترويج لپاره ضربالاجل ټاکلی و.