افغانستانخبرونهروغتیا

ارزګان کې ۲۰ بستريز روغتون ګټې‌اخيستنو ته وسپارل شو

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي د ملي سوداګر حاجي حبيب‌الله عمر له لوري د ((عمر بلال)) په نامه يو ۲۰ بستريز روغتون چي ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلي، ګټې‌اخيستنې ته سپارلي دي.په جوړ شوي روغتون کې عمومي داخله، عمومي جراحي، نسايي- ولادي او دماشومانو داخله څانګې  فعالې دي.د ياد روغتون د پرانيستې مراسمو کې د ارزګان والي عنايت‌الله شجاع د ياد روغتون د بنسټګر څخه مننه وکړه چي دغه ولايت کي يې پانګونه کړې.شجاع وويل ، چې د ياد روغتون پر جوړېدو سره به روغتيايي برخه کې د دې ولايت د اوسېدونکو شته ستونزې هم هوارې شي.د ارزګان د عامې روغتيا رئيس ډاکتر محمد‌الله روحاني بيا وايي، چې دغه ولايت کې جوړ شوي روغتون معياري دی او تر ډېره به دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي. روحاني د روغتون له مسئولينو غوښتنه وکړه چې خلکو ته معياري خدمتونه وړاندې کړي. د عمر بلال روغتون مرستيال  فضل‌الله بلال بيا په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته وويل: ياد روغتون چي د ۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوی، پر يوه وخت به د ۲۰ ناروغانو د درملنې لپاره د بستر ظرفيت ولري.د ده په وينا: پلان لري، ترڅو د روغتيا ټولو برخو کې خپل خدمتونه پراخ او طبي وسايل ورته برابر کړي.دغه روغتون داسې مهال رغول کېږي، چې له دې وړاندې د ارزګان اوسېدونکو د معياري روغتون له نشتونه شکايت کاوه، چې ډېر وخت به يې ناروغان د درملنې لپاره کندهار ته او يا هم له هيواده بهر لېږدول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *