افغانستانخبرونه

ارزګان کې د ۱۸ ميليونو افغانيو په لګښت د ۷ چکډيمونو د جوړولو چارې پيل شوې

هيواد : د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ۶ ولسواليو کې د اسلامي امارت پر بوديجه د ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت د باراني اوبو د مهارولو ۷ چيکډمونه جوړېږي.د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې د دغو چيکډمونو له ډلې په چنارتو ولسوالۍ کې د يو چيکډم د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د ياد ډم د کار د پرانستې پر مهال د ارزګان والي مولوي محمد علي جان احمد صاحب ويلي:  (( د خوښۍ ځای دی چې هيواد مو دا مهال د نړۍ په کچه يو امن هيواد دی او د رغوني چارې يې له بل هر وخته په ښه ډول تر سره کېږي. ))احمد زياته کړې، د رياست الوزراء له لوري منظور شوي دغه ۷ چيک ډمونه به د ۶۰ ورځو په جريان کي جوړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

د يادي سيمي خلک، چې له وچکالۍ څخه ستړي دي د دې چيکډمونو جوړېدو ته خوښ دي، خو په راتلونکي کې د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه. هغوی وويل، چې وچکالۍ يې پر کرنه او مالدارۍ بده اغېزه کړی ، خو د ياد ډم په رغولو سره به يې ستونزه حل شي.د يادوني وړ ده ،چي د دغه ولايت خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د اوبو نشتون يې دواړه برخې اغيزمنوي، چې دا ډول پروژې به يې د ژوند چاري سمې کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *