
په ارزګان کې خلک شکايت کوي، چې په دي ولايت کې د الکترونيکي تذکرو د ترلاسه کولو پروسه کې له ستونزو سره مخ دي او پر وخت يې کارونه نه خلاصېږي.په ارزګان کې چې ډېر خلک د الکترونيکي تذکرو اخيستلو لپاره دبرېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه ته راځي شکايت کوي، چې په ورځو ورځو د برېښنايي تذکرو ترلاسه کولو په هدف انتظار کوي.هغوی وايي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو پروخت د برېښنا او انترنيټ د کمزوري له يې کارونه ځنډيږي.په اړه يې دارزګان دوه اوسيدونکي سمېع الله همت او مولوي عبدالرحمن وايي:
(( تذکره مو برېښنايي جوړل هغه نن ۴مه ورځ ده کله برق نه وي او کله بيا سيستم خراب وي بايد د دوی کارونه دمازدديګر د ۴ يا ۵ بجو پوري وي.))سمېع الله همت: (( راغلی يمه دلته تذکره جوړه ومه ستونزې ډېرې زياتي دي کله برق نه وي او کله بيا انترنيټ کار نه کوي سهار راغلی يمه تراوسه مې نوبت نه دی راته رسېدلی.))د دي ولايت يو بل اوسېدونکی حکمت الله ،چې له دهراوود ولسوالۍ څخه ترينکوټ ته راغلی دی زياتوي، چې په ورځو انتظار کوي او د انترنيټ او برېښنا د نه موجوديت له امله يې کارونه ځنډېدلي دي.دی وايي: (( زموږ ۳ مه ده چې د برېښنايي تذکري لپاره راغلي يو هم نيټ کمزوری دی هم نوبت نه رسېږي برق نشته کله چې يو کميوټر چالاند کوي ۴۰ دقيقي وخت نيسي.))په دغه ولايت کې سرشمېرني او احصايي رياست مشرعبدالحق حقبيان وايي، چې د اسلامي امارت د راتګ سره تر اوسه په دي ولايت کې ۷۷۸۳۶ پېژندپاڼې يې خلکو ته وېشلي ، چې له جملي څخه يې ۷۰۵۴ کاغذي او ۷۷۸۲ يې برېښنايي پېژندپاڼې خلکو ته ويشلي دي.هغه هم د برېښنا او انترنيټ په برخه کې شته ستونزې مني او زياتوي، چې په دي برخه کې له مرکز سره خبري کړي او هيله لري ،چې په نږدی راتلونکې کې به د خلکو دغه ستونزې حل شي.دی وايي: (( چې امارت راغلي دی تراوسه پوري ۷۰۵۴ کاغذي پېژندپاڼې جوړي شوي او ۷۷۸۲ بيا بريښنايي پيژند پاڼې جوړي شوي دي زموږ دغه برق ستونزه به په نږدي راتلونکي کې حل شي او موږ به خپل ټاکلي هدف ته ورسېږو.))داپه داسي حال کې ده ،چې تردي وړاندي هم په دي ولايت کې خلکو دبرېښنايي پېژندپاڼو په برخه کې ديو شمېر ستونزوڅخه شکايتونه کړي وو.