خبرونهنړۍ

ابوعبيده د بنديانو کورنيو ته: ستاسو د اولادونو برخليک د نتنياهو په لاس کې دی

هيواد:د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” وياند “ابوعبيده” په خپلو تازه څرګندونو کې د اسرائيلي بنديانو کورنيو ته په خطاب کې ويلي، چې د اولادونو برخليک يې د نتنياهو په لاس کې دي. ابو عبيده په يوه ويډيويي پيغام کې، چې د الجزيرې نړيوالې تلويزيوني شبکې خپور کړي دغه راز ويلي، چې د مقاومت د ځواکونو مورال غښتلي دي او د رفح په ګډون يې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سيمو کې زرګونه نوي جنګيالي استخدام کړي دي. د نوموړي په خبره ځواکونه يې درنو او سپکو وسلو ته لاس رسي لري او د غزې په ګڼ شمېر سيمو کې دا مهال له صهيونيستي اشغالګرو سره خونړۍ نښتې روانې دي. ابوعبيده رفح ښارګوټي کې د جګړې په اړه وويل: دغه جګړه زموږ د ځواکونو د بريا او د دښمن د ماتې ښکاره ثبوت دي. نوموړي دغه راز يوځل بيا ټينګار کړي، چې د “اقصي طوفان” عمليات چې د کومو اهدافو لپاره پيل شوي وو، هغه يې تر لاسه کړي دي. نوموړي صهيونيستي رژيم ته په خطاب کې ويلي: د ملکي وګړو وژل او د عامه ځايونو ويجاړول کومه بريا نه ده، بلکې دا ستاسو د پوځ اخلاقي ماتې څرګندوي. د يادونې وړ ده، چې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې وياند “ابوعبيده” يوځل بيا د عراق د اسلامي مقاومت سازمان، د يمن د وسله والو ځواکونو، حزب الله غورځنګ او په سيمه کې له هغو ټولو ډلو مننه کړې، چې د فلسطين، غزې او بيت المقدس څخه په ملاتړ د صهيونيستي رژيم پر وړاندې مقاومت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *