ادبشعرونه

غزې ته

پر بتکدو به د توحید روښانه لمر ولګي

که سپین سپین ستوري د غزې په سره ټټر ولګي

له روهه بار کړئ زر د مستو تکبیرونو کاروان

چې په تیارو د مقدس کور کې سهر ولګي

استشهادي لښکرو پورته کړئ بیرغ د مهدي

چې بیا دنیا ته زور د الله اکبر ولګي

پر اوږو بار یې ګرځوي له شرمه ځوړند ځوړند‏

په ثمودي تندر دې دا بې ننګه سر ولګي

د شیطان ښکر، د دجال څنګ، مجرمانه خاموشي

اور دې په هر «تغریب» ځپلي ګونګ رهبر ولګي

ای شازلمیه د دعا د پیغمبر تعبیر یې

ستا توپاني پرتم به لا په بحر و بر ولګي

له ګنهګارې غاړې یې تاو شول د مظلوم اسویلي

اور به په ټنډه د کسرا او د قیصر ولګي‏

د خدای حضور کې د غزې د ماشومانو وینې

له ډېره تاوه به یې لمبې ان په محشر ولګي

د رنګینۍ جلال پیکه ناورین د شعر نه کا

ناګاره پرېږده چې په نښه برابر ولګي

استاد ناګار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *