ادب

شعر کې د خیال او فکر انډول

د شعر په سکښت کې څو توکي له نورو ډېر اهم او اړین وي. کله چې دغه توکي په شعر کې نه وي، بیا شعر نه بلل کېږي، خو کله کله داسې کیږي چې په شعر کې د دغو توکو د انډول نه برابرښت ددې سبب شي، چې د شعر خوند په اوبو یووړل شي. د سترو شاعرانو یوه خوبي دا ده چې د شعر ددغو توکو ترمنځ انډول او موازنه ساتلی شي. داسې شعر بیا لکه ښه خواړه، سړی یې بیا بیا د خوړو تقاضا او خواهش لري. پر دې سربېره که په شعر کې له دغو توکوڅخه یو زیات، بل بیخي زیات او بل پکې د نشت هومره وي؛ نو داسې شعر به هغو خوړو ته ورته وي چې مالګه او یا مساله يې کمه زیاته شوي وي.

خو په همدغه بحث کې د شعر پر دوو اهمو توکو: خیال او فکر خبره کوو. له خیال پرته د شعر شتون او یا هم د شعر وجودي فلسفه تر سوال لاندې راتللی شي. ځکه، خیال زموږ عادي ژبه او عادي بیان په ناعادي بدلوي او زموږ له ورځنۍ محاورې یې باسي. که خیال نه وي،نو شاعري به مو د ورځنیو تکراري خبرو یو لړ وي او یا به هم هغه الفاظ وي چې په زور سره پیوند شوي وي.

په ادبیاتو کې له ډېرې پخوا دوې نظریې ډېرې مشهورې وې او د دغو نظریو پلویان به تل سره لاس و ګرېوان وو. شعر د شعر، یا هم هنر د هنر لپاره او یا هم ادب د ادب لپاره او بله ادب د ژوند، هنر د ژوند او یا هم شعر د ژوند لپاره بلل کېده. دغو دواړو نظریو پر خپل ځای خپلې ښېګڼې او بدګڼې درلودې. هنر د ژوند لپاره او یا هم ادب د ادب لپاره د نظریې پلوي په دې اند وو چې شعر او ادب باید یوازې موخن او هدفمند وي. مانا ستا شعر، پنځونه او هنر باید د ژوند د مسئلو په باب یو څه ولري. ته چې څه تخلیقوي، هغه کې باید د ټولنې له یوه ناوړه دود او یا هم ناوړه عادت څخه پرده پورته شوي وي او ته به د یوه مبلغ او واعظ په صفت د ټولنې په اصلاح او تهذیب کې رول لرې. د دغې تیورۍ زیاتره پلوي د ریالېزم ادبي مکتب پیروان او پلیوني وو. دې خلکو به د ټولنې ستونزو او بدو عادتونو ته کټ مټ په خپلو لیکنو او شعرونو کې انعکاس ورکاوه، موخه به یې اصلاح وه او تر ډېره به یې د قلم ژبه تېره او انتقادي وه.

د دوی په مقابل کې د هنر د هنر یا ادب د ادب لپاره د تیورۍ پلویان وو. دوی به ویل چې شعر ښکلا ده او همدا بسنه کوي. شعر یو ذوقي شی دی، یو خیالی شعر دی چې زموږ ادبي تنده او ذوق خړوبوي، د ژوند لپاره څه نه لري، شعر په ټولنیز کردار کې رول نه لري، شعر باید له هر ډول ورم، نصيحت او وعظونو عاري وي. د شعر وظیفه یوازې د ښکلا ایجاد او د مړو روحونو تازه والی دی. دوی د شعر له هر ډول ګټې منکر وو او نه یې هم په شعر کې د فکر او منځپانګې پالنی ته چندان توجه کوله. د دې نظریې پلوي تر ډېره رومانټیسټان او نېچرلیسټان وو. د دې ډلې یوه مخکښ ګویته به ویل: سل ځله وایم چې هنر د هنر لپاره. دی وايي چې ښکلی دی، ذوقونه تسکینوي؛ ایا دا بسنه نه کوي؟ ددې نظریې د پلویو اند به په یوه بېلګه کې روښانه کړو. دا بحث مو ځکه دلته وغځاوه چې زموږ د بحث اصلي محور پر همدې دوو توکو را څرخي. دوی به ویل چې ګل ښکلی دی. همدا ښکلا یې کافي ده . دا چې له دې ګل څخه په طبابت کې ګټه اخیستل کیږي، ګل خرڅوونکي یې د ګټې په پار پلوري، درمل جوړوونکي ترې درمل جوړوي، عطاران ترې سل قسمه عطرونه جوړوي؛ هغه د دوی کار دی. بس دا کافي ده چې ګل ښکلی دی. دا چې نوره سل او زر قسمه ګټه ترې اخیستل کیږي، د دې ګل عارضي اړخونه دي.

راځئ اوس د داسې شاعرۍ بېلګې راوړو چې سوچه تخیل پکې وي، بیا به د داسې شعر بېلګې ذکر شی چې سوچه فکر وي، خیال ته په کې توجه نه وي او هم به داسې شعرونه راوړو چې د دواړو بنسټیزو توکو انډول ته په کې پام شوی وي.

خوشال خټک وایي:

په ماڼه دې مرده شویو کره عید شي

په خندا دې جوهري کره ژړا شي

په دې بیت کې هېڅ ډول اجتماعي فکر نه شته او نه هم داسې پیغام لري چې د ټولنې په درد وخوري. په دې بیت کې یوازې تخیل دی او د تخیل انډی پر نورو توکو پورته شوی.

خوشال بابا په دې شعر کې خپله محبوبه مخاطبه کړې چې ته کله خپه شې، ماڼه(مایوسي، خپګان) نو د مرده شویو(مړي مینځونکو) کره اختر شي. دا ځکه چې ته کله خپه شې ،نو ستا ټول عاشقان دومره په خپګان کې غرق شي چې مړه شي او په دې سبب د مرده شویانو کره اختر شي، دا ځکه چې کله مړي زیات شي ،نو د مرده شویو کاروبار ښه شي او له خوشالۍ پرې اختر وي.

په خندا دې جوهري کره ژړا شي. مانا ته چې کله په خندا شي ،نو ستا سپین غاښونه تمامي جوهریان او د قیمتي کاڼو خرڅوونکي په ژړا کړي، ځکه چې ستا غاښونه دومره زېب کا چې بیا څوک د جوهریانو هټیو ته نه ورځي او د هغوی کاروبار خراب شي.

اوس د داسې یوه بیت بېلګه راوړو، چې یوازې فکر او پیغام لري او د تخیل څرک په کې نه لګېږي.

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

دا په خپل ځای کې یو ښه بیت دی، ښه خوندور پیغام پکې نغښتی، د ژبې رواني یې هم ښه ده؛ خو د یوه شي کمۍ پکې شته او هغه خیال دی. دا بیت د قرانکریم د «ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم» ژباړه ده. ترجمه: الله تعالی د هغه قوم او ملت حال نه بدلوي، څو دوی خپل ځانونه او خپلې رویې نه وي بدلې کړي.

اوس د داسې بیتونو بېلګې راوړو چې هم تخیل او هم فکر ولري او موازنه یې ډېره ښه برابره شوي وي.

د محمد صدیق پسرلي یو بیت دی:

نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

ګرد د لارې وګوره د شپون پر مخ

دا بیت په لومړي نظر داسې ښکاري چې دا بیت خو هم یوازې فکر او پیغام لري، تخیل په کې تت دی، خو داسې نه ده، دا بیت تخیل لري. په دې بیت کې هم تشبیه شته، هم مدعاومثل او هم یو عالي تصویر.

دا بیت په فکري/محتوایي او یا هم د پیغام له لوري څه راته وایي؟

دا بیت موږ له تقلید او په پټو سترګو له مزله راګرځوي او موږ ته وایي چې په چا پسې په پټو سترګو مه ځئ، مطالعه یې کړئ، ښه او بد یې مالوم کړئ او بیا ورپسې قدم واخلئ.

د همدې شاعر یو بل بیت دی:

ځې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې وې

ستن به تار ایستلی وي او تاره ته به پاتې وې

او یا هم دا بیت:

پل د رهنما په پله که ږدې نو هم دیده یې ږده

پټې سترګې پټې خوله په نورو پسې سیوري ځي

او یا هم د دروېش دراني دا بیت:

ما خپله توره کړه د بل په زړه کې ماته خدایه

چې دوښمن راغی زه به په دوه لاسه وم پاته خدایه

دا بیت د تخیل تر څنګ یو عالي پیغام لري او د پښتنو د کړو وړو یو عمیق تریخ حقیقت یې څرګند کړی. دی وایي چې ما د خپل ورور په زړه کې توره ماته کړې وه. فرض کړئ په یوه لوېشت ځمکه او یا هم په تاویلو ماویلو، خو چې کله زما او دده مشترک دوښمن راغی، زه تنها پاتې وم. ورور مې هم وژلی و او توره هم ماته وه.

یا هم د پیرمحمد کاروان دا بیت:

مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي

غر مو نښتر نه لري، کلی مو چنار نه لري

دا بیت ژوره عاطفه لري. تخیل یې هم په خپل ځای د ستایلو دی. مرغانو ته په خپله لپه کې ځاله ورکول نوی تصویر دی. خو دا بیت ژور پیغام لري. هغه خلک چې بې دلیله د غرونو ونې او ځنګلونه وهي، هغوی په نامستقیم ډول دې ته متوجه کوي چې که ځنګلونه داسې بې درېغه ووهل شی، د خدای دغه بې ازاره مخلوق(مارغان) به څه کوي؟ مجبور لپه ورته ونیسو او لپه کې راته ځالې جوړې کړي او دا ځکه چې په غرونو او کلیو کې خو هسې هم نښتر او چنار بې رحمو خلکو وهلي.

یو ټکي ته مو تم کوم. هغه دا چې لوړ خیال او ژور فکر هم له یوه ځایه خړوبیږي. استاد الفت په (شعر او فلسفه) لیکنه کې وایي چې لوړ خیال او ژور فکر(دی په همدې نامه یو کتاب هم لري.) یو شان دي. دی یې په بېلګه کې روښانوي چې هغه اوبه چې پورته په وریځو (خیال سره یې تشبیه کړي.) کې دي، له هغو اوبو سره یو شان دي چې د څا ګانو (ژور فکر سره یې تشبیه کړي. ) په تل او د ځمکې په ژورو برخو کې دي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *