
اسرار عواد
زه د ډېوو په رڼا ړوند يمه تور تم غواړم
خندا مې نه رغوي درد غواړمه او غم غواړم
ستا د ديدن ګناه پر ماتو اوږو وړلی نه شم
د رب رضا غواړم دعاوو کې تا هم غواړم
زه د فراق له ګوزارونو سره لاس او ګرېوان
لېونی کېږم د يعقوب د صدر زغم غواړم
اور به پر اور باندې مړ نه کړې لا به اور ورکړې
دښمن دې بد وينم خو تا ورسره سم غواړم
دلته نفاق دومره ژورې ريښې کړي آشنا
د زړګي درد مې په دردمن زړګي کې تم غواړم
عواد راحت د دنيوي پېچومو کم غواړم
عواد د لوی الله ولوري ته قدم غواړم