
شعر: مولوي محمدهاشم ذاکر
ای د وحشتونو پلاره تاسره حساب لرو
دوه اودرې خو نه دي ستا د ظلم ډک کتاب لرو
ته به يې شطرنج بولې خو هر پرهر قيمت لري
هېر مو ندي وخت ګورو د هر ګوزار ځواب لرو
يو ته نه وې ډېر سر زوري راغلو زموږ خوړلو ته
مونږ د (هري ) غوندې پوروړي ډېرکلاب لرو
ستړو کړاوونو سرو اورونو کې لوی شوي يو
مونږ لکه سندان څو وهل کېږو دومره تاب لرو
تا د ميکناټن د مرګ کیسې لکه چې هېرې دي
مونږ خو د ننګونو په تاريخ کې زرين باب لرو
ورشه د نيکونو خاطرو ته دې لږ وګوره
تا ته د ميوند ترخې صحنې د انقلاب لرو
دوی به خود شرمېږي چې هم مات شول هم بې آبه شول
مونږ ذاکره شکر هم ميدان وړی، هم آب لرو