ادبنالونه او کیسې

د پلار مینه

لنډه کیسه

موږ له ماشومتوبه په ناز رالوی شوي یو، هېڅکله هم د کورنۍ کوم غړي موږ ته قهر او غصه نه ده کړې او نه یې د شاقه کارونو کولو ته پریښي یو.
د غه پیرزوینه او همدردي زموږ د ګران پلار جان د مینې لوي ثبوت و، چې له موږ سره یې لرله، هغه به په ښکاره موږ ته د خپلې ناپایه مینې اظهار نه کاوه، خو له کړنو یې پوهېدلو چې موږ ټول اولادونه ورباندې د زړه له تله ګران یو.
په ځانګړې توګه زه، ځکه چې تل یې هڅه کوله د الله ج په مرسته زما هر ارمان ته ځان ورسوي او ماته به یې دغه خبره بار، بار تکراروله چې زه به ستاسو لپاره ځان خاورې کړم ،خو تاسو به چاته محتاج نه کړم، خپلې زده کړې وکړئ او ځان له سیالانو سره سیال کړئ.
پلار جان به په عمر خوړلي ځان زموږ لپاره د هیواد په پلازمینه کې لوږې، تندې او سړې تودې تېرولې، چې کله به کور ته راته د ټولو لپاره به یې له لباسونو نیولې آن تر خوراکي شیانو پورې اخیستل.
یوه ورځ له دفتره د کور په نیت راووت. زما مشر ورور ته یې زنګ وواهه چې زه درځم خو په دې کې ډېر وخت ووت. د پلار جان معلومات نه کېدل، ورور مې وویل چې پلارجان څنګه ناوخته کړه، ناببره د ورور د مبایل ټلۍ وشرنګېده، پلار مې په ماته ګوډه ژبه په کمزوري غږ وویل چې زه د ماهیپر په لاره نغلو ته نارسیده په یوه ترافیکي پېښه کې ژوبل شوی یم، بدن مې ټول ژوبل دی،بېړه وکړه.
د ورور رنګ مې له ورایه معلومېده چې زیړ زبېښلی شو.
په وارخطایۍ مې ورنه وپوښتل څه خبره ده خو هغه وویلک راځه د باندې راوځه.
له وتلو سره مې حالات په خرابېدو شول ،ورته ومې ویل: هله ژر کوه چې نوره مې ځمکه له پښو تښتي.
ورور یو څه خاموش شو او بیا یې په ژړغوني غږ وویل:
پلار جان سخت ټکر کړی او ژوبل دی له خولې مې چیغه ووتله او کور ته مې مڼډې کړې.

ورور مې د پلار جان د لټولو او روغتون ته د راوړلو په موخه له کوره ووت او زه د کورنۍ له نورو غړو سره پاتې شوم.
ورور مې د کاکا زوي ته چې په سروبي کې یې دنده درلوده زنګ وهلی و.
د کاکا د زوي دي کور ودان وي، کومه لټي یې نه وه کړې.
د پیښې ځای ته یې ځان رسولی و.
له پلارجان سره په موټر کې ناست څلور کسان ځای پر ځای شهیدان شوي وو،
خو زما پلارجان سخت ژوبل و.
د ننګرهار ولایتي روغتون ته مې د کاکا زامنو او ورونو انتقال کړ.
خو د هغه ټوک، ټوک بدن او وینې بهیدنې یې د وجود ځواک اخیستی و.
په ټپي حالت کې یې زما او زما د زوي پوښتنه کوله.
ډاکترانو ورته ژبه ګڼډله لس کوکونه یې ورکړل.
خو پلارجان مې سره له دې چې خبرې یې سمې نه شواې کولی
په زخمي ژبه د محمد، محممممد نوم اخیسته.
نور مې د زغم څه نه لرل.
په چیغو شوم او په ژړا، ژړا کې مې د یو شاعر دغه بیت خولې ته راغی.

د ژوند په ستړیو لارو کې بې پلاره دې څوک نشي
محروم له دغه سیوري د چیناره دې څوک نشي

پلار په رښتیا هم موږ ته په ښکاره څه نه ویل چې مینه درسره لرم.
خو تل یې خپله مینه ثابته کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *