ادب

ادبي غلا یا تهمت څوک کوي؟!

ځينې ملګري داعادت لري چي کله کله خپله لیکنه پر بل چا ورتپي یا د بل لیکنه خپل ځان ته منسوبوي ،خو زه بیا دا کارپه کلکه غندم ،ځکه داکارد منسوب الیه،چي چاته یې نسبت شوی. یاد مسروق منه ، چي له چا څخه غلاشوې .شخصیت ته په ډېره سپین سترګي سره توهین کول دي اوداپه بعضي وختوکي دعذاب سبب هم ګرځي، لکه پیغمبرﷺ چې فرمايې:
ژباړه: چاچي په ماپسې قصداً درواغ وتړل (یعني خپله خبره یې ماته منسوبه کړه)نوخپل ځان ته دي په جهنم کي ځای تیارکړي.(صحیح البخاري)
خوبعضي وخت ولوکه سبب دعذاب خوبه نه وي،خودیوچادخدمت مخه ډب کول ترې پیداکـېږې چي داهم له هغه سره یوسترخیانت بلل کېږي. ځکه کله وخت یوڅوک دډېرښه نظر ،پوهي اوقلم خاوند وي اوپه خلکوکي یې رأیه دمنلو وړوي
هرڅوک یې دمقالې لوستلوته لېوال وي نوکله که تادهغه لیکنه ځان ته منسوبه کړه دهغه دلیکني دنشرکولومخه دي ونیوله،ځکه ستاپه نوم نشرشوې لیکنه په هغه شوق نه ګوري بلکي دیوې عادي لیکني په مثل یې هسي ترسترګوتېروي اوداپر بعضي خلکوډېره درنده تمامېږي لکه کاروان صاحب چې وایې :
شعرلکه اولاد داسي ده اوزه نه غواړم چي زماپر اولادڅوک لاس پورته کړي.
اوکه خپله لیکنه هغه ته منسوبه کړې داهم دمنلو وړ نه ده ځکه دهغه لیکنه خلک په یولوی استعداد لولي خوحال داوي چي ستاپه لیکنه کي هغه ذوق اوشوق نه پیداکېږي چي داهم له هغه سره یولوی خیانت دی .
نوموږباید دچادخدمت مخه ډب نه کړو! په خپله کوشش وکړو ښه شی ولیکو ترڅونورخلک زموږ دلیکني په لټه کي ځانونه ستړي کړي اوپه پیداکولوپسې یې سترګي وغړوي .
بې ادبي معاف هغه یوه مشهوره قصه ده چي (دګیدړغوندي دبل شي ته مه اړ وه بلکي زمری له ځانه جوړکړه چي نور یې ستا دلاسه وخوري)
نوټ:دیادولو وړده چي یاد کارخلک ځکه کوي چي خپله کمزوري له خلکوپټه کړي اودبل په نوم یې تېره کړي ترڅویې نقصانات هم هغه ته راجع شي.

مغفــورشـــــهیدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *