سرمقالې

پښتانه او د مېلمه پالنې غوره دود !

د اسلام په راتګ سره د جاهليت د مهال هغه دودونه او رواجونه له منځه يووړل شول، چې په فطري ډول سپک او کمزوري وو، لکه زنا، قمار، سود، د لوڼو بد ايسېدل، شراب خوري او داسې نور… .؛ خو هغه خويونه او رواجونه چې سليم فطرت ښه ګڼل، ستايل يې او د ځوانمردۍ غوښتنه  وه، نه يوازې پر خپل حال يې پرېښودل، بلکې ټينګار يې هم پرې وکړ.

د اسلام له راتګه وړاندې عربو ځينې داسې غوره خويونه هم درلودل چې اسلام ښه وبلل، لکه: فريب او دوکه نه کول، حق وينا او داسې نور… د دغو خويونو له ډلې يو يې د مېلمه پالنه او عزت و، چې د جاهليت زمانه کې رواج و او اسلام ټينګار پرې وکړ.

د مېلمه پالنه اوعزت د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام عادت و. په يو روايت کې راځي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم کره مېلمه ورغی او کور کې يې دومره خوراک و، چې يوازې د مېلمه بس و، هغه يې مېلمه ته وروړ او په خپله يې په نهاره شپه  تېره کړه.

له حضرت  ابو هريره رضي الله  تعالی عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله  عليه وسلم وفرمايل: « څوک چې پر الله تعالی اود قيامت پر ورځې ايمان  لري، ګاونډي ته دې زيان  نه رسوي، څوک چې په الله تعالی اود قيامت په ورځې ايمان  لري، د مېلمه پالنه او عزت دې کوي او څوک چې پر الله تعالی اود قيامت پر ورځې ايمان  لري، د خير او مصلحت  خبره دې کوي او يا دې چپ پاتې شي.»

که څه هم زمو پښتني ټولنه کې ډېر ناوړه دودونه شته، د بېلګې په ډول مېرمنو ته ميراث کې برخه نه ورکول، کونډې ته د نکاح د اختيار نه ورکړه، له تعليم څخه لرې والی او داسې نور… خو له نېکه مرغه چې زموږ په ټولنه کې هم د مېلمه ډېر زيات احترام او عزت کېږي او کوربه په ډېره خوشحالۍ او مينه د مېلمه خدمت کوي.

که څه هم اسلام د مېلمه پر عزت او پالنې ډېر ټينګار کړی؛ خو د اسلامي ښوونو او ادابو له مخې مېلمه ته هم پکار دي، چې د کوربه د اړتياوو او ضرورتونو خيال وساتي او د کوربه له غوښتنې پرته له درېوو شپو زيات پاتې نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *