سرمقالې

په ۲۰۲۲ م کال کې د افغانستان وضعیت؟

سرمقاله

څو ورځې وړاندې د ۲۱مې ميلادي پېړۍ دوه ويشتم کال هم پای ته ورسېده، لوېديځو رسنيو، له اسلامي نظامونو سره مخالفو کارپوهانو او مبصرينو د تعصب پر بنسټ دغه کال د افغان ولس لپاره يوازې له ستونزو او کړاوونو ډک کال ياد کړ.
هغوی پرته له دې چې د تېر کال مثبت لوري او اړخونه هم په ګوته کړي، په لوی لاس يې يوازې منفي تبصرې او تحليلونه وکړل، پر واقعيتونو او د شته ستونزو په لاملونو يې سترګې پټې کړې او د هر څه مسئولیت يې د اسلامي امارت غاړې ته واچاوه.خو واقعيت دادی چې پر ستونزو سربېره په ۲۰۲۲ م کال کې افغانستان په ځينو برخو کې پرمختګ هم کړی، له ټولو لوی پرمختګ دا دی، چې په افغانستان کې جګړه نشته، تیر ۲۰۲۲م کال کې د اشغال د کلونو په څېر هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰ افغانان د پردیو د ګټو او اهدافو لپاره قرباني نه شول، چې دا ډېر لوی پرمختګ او لاس ته راوړنه ده.
افغانانو له لسیزو جګړو وروسته د ارامۍ او سوکالۍ سا واخيسته، تېرکال د افغانانو پر کورونو د اشغالګرو ځواکونو بې رحمه چاپې او بمبارۍ نه وې، د افغانستان د اسلامي پوځ وسايل او وسايط د خپل ولس په وژلو او نيولو کې نه کارېدل، بلکې شپه او ورځ د خلکو د امنيت په ټينګښت او هغوی ته د بشري مرستو په لېږدولو کې مشغول وو.
په دولتي ادارو کې تر ډېره حده د فساد مخه ونيول شوه، چې ورسره په ګمرکونو او نورو ادارو کې د عوايدو راټولولو پروسه هم شفافه شوه او موږ وليدل، چې د ۱۴۰۱ ل کال لپاره له کورنيو عوايدو بوديجه چمتو شوه. د نشه يي توکو تولید او قاچاق له ټولو کښته درجې ته ورسېد، په نشه يي توکو د روږدو زرګونو کسانو درملنه وشوه. له کابل ښار څخه شاوخوا شل زره سوالګر راټول شول او تر څيړنې وروسته يې اړمنو ته میاشتنۍ تنخواګانی وټاکل شوې.
د افغانستان په کچه د سترې پروژې «قوشتېپې کانال» کارونه له حکومتي بوديجې د ملي پراختيا شرکت له لوري نه يوازې پيل شول، بلکې د لومړي فاز ډېره برخه کار يې هم بشپړ شو، چې زرګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به يې افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې پر ځان بسيا شي او بله داچې پر نړيوالو بنديزونو سربېره په ډېره ښه توګه د افغانۍ کرنسي ارزښت ساتل شوی دی.
له نړۍ سره د تعامل په برخه کې هم تر يوه حده پرمختګ شوی، په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (يوناما) تر څنګ د ګڼو هيوادونو سفارتونه فعال دي، دغه راز په ډېرو هيوادونو کې افغان استازولۍ هم پرانيستې دي، د اسلامي امارت مشران نړيوال رسمي سفرونه کوي او کابل ته هم د بېلابېلو هيوادونو استازي راشه درشه لري.
خو ددې معنا دا نه ده، چې په افغانستان کې نوره هېڅ ستونزه نشته او د حکومت چارواکي نور مسئوليت نه لري، بلکې خلکو ته روزګار پيدا کول، ټولو افغانانو ته د زده کړو د سالم چاپيريال رامنځ ته کول او له نړيوالو سره د مثبت تعامل لپاره هڅې د چارواکو دنده او مسئولیت دی.
البته د اقتصاد، سياسي تعامل او رسميت پيژندنې برخه کې د شته ستونزو عاملين هم تر ډېره حده نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا او اروپايي هيوادونه دي، چې د افغانستان شتمني يې کنګل کړې، اقتصادي بندیزونه يې پرې لګولي او د رسميت پيژندنې لپاره يوه او بله بهانه کوي.
لنډه داچې په تېر ميلادي کال کې افغانستان د ستونزو او فرصتونو تر منځ و، د امنيت او ثبات په ګډون ډېرو برخو کې پرمختګ وشو، خو ځينې ستونزې او چلنجونه هم وو، چې د حل لپاره يې بايد افغان حکومت او نړيواله ټولنه خپل-خپل مسئوليتوترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *