سرمقالې

نړۍ دې د افغانستان په هکله د فرمايشونو  پر ځای خپل مکلفيتونه درک کړي!

افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد دی. دلته ځواکمن مرکزي حکومت واکمن دی، د سيمې او نړۍ هيوادونه دې نور فرمايشي ترانې نه زمزمه کوي او پر موږ دې خپل فرمايشي او تپلي حکومتونه، چې د دوی پروژې پلې کوي نه راتپي. موږ له نړيوالو سره دښو اړيکو او تعامل غوښتونکي يو او زموږ له هيواده تښتېدلي باغيان او مفسدين دې بيا هغه خوبونه، نه ويني کوم چې د افغانستان وياړلی تاريخ او وقار يې اشغالګرو ته په پښو کې کېښود. دوی خپل هيواد او ملت ته آزموينه ورکړې او ملت هېڅکله هغه اشخاص بيا نه غواړي، چې د دې هيواد ملي شتمني يې لوټ او تالا کړې ده. اوس واک د دې ملت رښتينو او اصلي بچيانو ته په لاس ورغلی او په هېڅ شکل به د نړيوالو استعماري او استکباري طاقتونو هغه فرمايشات و نه مني، چې د هيواد او ملت په زيان تمامېږي، افغان ملت په همدې موخه شل کلنه اوږده مبارزه وکړه، چې بالاخره يې د امريکا په مشرۍ نړيوالو اشغالګرو ځواکونو ته ماتې ورکړه او افغانستان يې د يرغلګرو ځواکونو له منګولو وژغوره، اسلامي نظام حاکم او د هيواد جغرافيايي حدود کنټرول شول، ډاډمن امنيت تامين او د بيارغونې چارې پيل شوې، پر ټولګټو او ملي پروژو په چټکۍ سره کار روان دی. زموږ ګاونډيان دې هم زموږ د کورنيو او بهرنيو دښمنانو پوچې او بېځايه سندرې نه بدرګه کوي او د پرديو ډهل ته دې بې وخته لاسونه، نه غورځوي. موږ په سرکې وويل، چې افغانستان يو آزاد او مستقل هيواد دی او خپل قوانين او کلتور لري. هېڅوک دا حق نه لري چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي. زموږ  په بدبختۍ کې دې خپله نېکبختي نه ګوري. زموږ بهرنۍ پاليسې د نورو په چارو کې د نه لاسوهنې پر بنياد ولاړه ده او له نورو هيوادونو څخه هم ورته غوښتنه لرو او د تېرو څه د پاسه څلورو لسيزو ترخې او ناکامې تجربې دې بيا نه تکراروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *