سرمقالې

ملګري ملتونه دې د افغانانو پر حق سترګې نه پټوي!

شاوخوا يو نيم کال وړاندې اسلامي امارت د افغان ولس په مرسته او ملاتړ خپل ګران هيواد له اشغال څخه ازاد کړ او د پرديپالې او بې واکې ادارې پر ځای يې خپلواک او ځواکمن مرکزي دولت جوړ کړ، خو د ټولو نړيوالو قوانينو او نورمونو خلاف او د امريکا د فشار له وجې تراوسه نړۍ په رسميت نه دی پېژندلی او نه هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ ورته سپارل شوې ده.
اسلامي امارت په وار وار ټينګار کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی، او د نه ورکړې لپاره يې هيڅ دليل نشته؛ ځکه اسلامي امارت ټول هغه شرايط پوره کړي، چې د يو حکومت د رسميت پېژندلو او په ياد سازمان کې د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره ټاکل شوي دي.
په دې وروستيو کې د اسلامي امارت وياند له رسنیو سره په خبرو کې يو ځل بيا له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په ياد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.
د نوموړي په خبره د پخواني حکومت استازی قانوني حق نه لري چې، د افغان ولس استازولي وکړي او د يادې څوکۍ په نه سپارل کېدو سره له افغان ولس سره جفا شوې ده.
اسلامي امارت تېرکال د وږې په دېرشمه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رئيس سهيل شاهين ملګرو ملتونو ته د سرپرست حکومت د استازي په توګه ور معرفي کړ، خو په هغه وخت کې د اسلامي امارت دغه غوښتنه رد شوه.
د سياسي چارو ډېر شنونکي په دې باور دي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه سپارل د امريکا د فشار پايله ده او د دغه سازمان د خپلو اصولو او نړيوالو نورمونو خلاف عمل دی.
د افغانستان اسلامي امارت پر ټوله جغرافيه واک لري، د هيواد پولې خوندي دي، هيڅ بهرني هيواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ نشته، اسلامي امارت د خپل ولس پراخ ملاتړ له ځان سره لري، بشري حقونو او د بيان ازادۍ ته د اسلامي شريعت له اصولو سره سم ژمن دی. او همدا د رسميت پېژندنې شرطونه دي، ملګري ملتونه دې نور د افغانانو پر حق سترګې نه پټوي او دغه څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپاري.
په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور کولی شي، د افغانستان رښتينی انځور نړۍ ته وړاندې کړي، خپل غږ او غوښتنې تر نړۍ او د نړۍ غوښتنې تر خپل حکومته ورسوي، دغه راز ورسره اوسني اقتصادي وضعيت ته په کتو د افغانانو ډېري ستونزې حل کېدلی شي، خو که د افغانستان د انزوا لړۍ دوام وکړي او ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورنه کړل شي؛ ښايي د اسلامي امارت، افغان ولس او نړۍ د ستونزو حل نور هم وځنډېږي او په لوی لاس به د سیمې د بې ثباته کولو لپاره کار کول وي.
که څه هم اسلامي امارت په ځلونو ځلونو په څرګند ډول ويلي، چې له نړۍ سره د هرې روا او مشروع غوښتنې پر سر خبرو ته چمتوالی لري؛ خو د افغان ولس د ګټو د خونديتوب لپاره او د افغانستان د پرمختګ په پار نور ډېر کار او مشروع انعطاف ته هم اړتيا ده.
نړۍ هم بايد نور د فشار او د افغانستان د انزوا سياست ته د پای ټکی کېږدي، د افغانستان واقعيتونه درک کړي، د افغانانو ديني او ملي ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري او په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د افغانستان پر استازولۍ له اسلامي امارت سره رغنده او صادقانه خبرو ته راوړاندې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *