
ملګرو ملتونو کې څوکۍ د افغان حکومت مشروع حق دی
شاوخوا يو نيم کال وشو، چې اسلامي امارت د افغان ملت په مرسته او ملاتړ خپل ګران هيواد ازاد کړی او د پرديپاله او بې واکه ادارې پر ځای يې خپلواک او ځواکمن مرکزي دولت جوړ کړی، خو د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف او د امريکا د فشار له وجې نړۍ په رسميت نه دی پېژندلی او نه هم ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولي څوکې ورته سپارل شوې ده.
وړمه ورځ يو ځل بيا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ډېرو غړو په دې سازمان کې د افغانستان استازيتوب لپاره د اسلامي امارت غوښتنه و نه منله او پرېکړه يې وکړه،چې د افغانستان څوکۍ به د راتلونکي ۲۰۲۳م کال سپتمبر مياشتې پورې د پخواني حکومت له استازي نصير احمد فايق سره وي. د اسلامي امارت تر څنګ ملګرو ملتونو کې د څوکۍ سپارلو په هکله د برما او ليبيا حکومتونو غوښتنه هم و نه منل شوه.
د ملګرو ملتونو له دغې پرېکړې وروسته اسلامي امارت په خپل غبرګون کې ټينګار کړی، چې ياد سازمان کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی او د نه ورکړې لپاره يې هيڅ دليل نشته؛ ځکه چې اسلامي امارت ټول هغه شرايط پوره کړي،چې د يو حکومت د رسميت پېژندلو او په ياد سازمان کې د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره ټاکل شوي دي. خو نړيواله ټولنه بيا ټينګار کوي، چې ترڅو اسلامي امارت د ياد سازمان شرطونه، نه وي پوره کړي، نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړل شي، بشري حقونو ته درناوي ونشي او مېرمنې بيرته دندو ته ونه غوښتل شي، اسلامي امارت ته د ملګرو ملتونو سازمان کې د څوکۍ ورکول ناشوني دي.
د سياسي چارو ډېر شنونکي په دې باور دي، چې د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه نه يوازې د امريکا د فرمايش او فشار په پايله کې شوې ده، بلکې ددغه سازمان د خپلو اصولو او نړيوالو نورمونو خلاف عمل دی او دغه راز پرېکړې او فشارونه نشي کولی، چې اسلامي امارت له خپلو ديني او ملي ارزښتونو وروسته کړي.
د افغانستان اسلامي امارت په ټوله جغرافيه واک لري، د هيواد پولې خوندي دي، هيڅ بهرني هيواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ نشته، اسلامي امارت د خپل ملت پراخ ملاتړ له ځان سره، بشري حقونو او د بيان ازادۍ ته د اسلامي شريعت له اصولو سره سم ژمن دی. او همدا د رسميت پېژندنې شرطونه دي.
خو ځينې سياسي کارپوهان بيا په دې باور دي، چې نړۍ او اسلامي امارت دواړه دې د مشترکو ګټو او لومړيتوبونو په خاطر په خپلو شرطونو او دريځونو کې انعطاف وښيي او شته ستونزې، غوښتنې او ګيلې دې يو بل سره د ډيپلوماتيکو چينلونو او د مخامخ خبرو اترو له لارې حل کړي. د دوی په باور ملګرو متلونو کې د افغانستان د دايمي استازي څوکۍ او رسميت پېژندنه د اسلامي امارت کړنو او پريکړو پورې تړلې موضوع ده او اړتيا ده،چې اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې ټول هغه شرايط او غوښتنې ومني، چې اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو سره ټکر نه لري. او په نړيواله کچه د اړيکو په رغېدو کې مرسته کولی شي.
ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور کولی شي، د افغانستان رښتينی انځور نړۍ ته وړاندې کړي، خپل غږ او غوښتنې تر نړۍ او د نړۍ غوښتنې تر خپل حکومت ورسوي، دغه راز ورسره اوسني قتصادي وضعيت ته په کتو د افغانانو ډېري ستونزې حل کېدلی شي. خو که د افغانستان د انزوا لړۍ دوام وکړي او ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ورنه کړل شي؛ ښايي د اسلامي امارت، افغان ملت او نړۍ د ستونزو حل نور هم وځنډېږي.
رښتيا هم دغه موضوع بايد له ډيپلوماټيکو لارو حل شي. که څه هم اسلامي امارت په ځلونو ځلونو په څرګند ډول ويلي، چې د نړۍ سره د هرې روا او مشروع غوښتنې پر سر خبرو ته چمتوالی لري؛ خو د افغان ملت د ګټو د خونديتوب لپاره او د افغانستان د پرمختګ په پار نور ډېر کار او مشروع انعطاف ته هم اړتيا ده.
نړۍ هم بايد نور د فشار او د افغانستان د انزوا سياست ته د پای ټکی کيږدي، د افغانستان واقعيتونه درک کړي، د افغانانو ديني او ملي ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري او په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د افغانستان د استازولۍ پر سر سرپرست حکومت سره رغنده او صادقانه خبرو ته راوړاندې شي.