سرمقالې

فعاله ډېپلوماسي او بريالی بهرنی سیاست!

اوس چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته ټوله نړۍ سره وصل شوې، په نړيوال سياست کې دښمني او دوستي د مصالحو له مخې کېږي او هر هيواد هڅه کوي، چې خپلو ګټو او اهدافو ته ورسېږي، که څه هم دغه چاره يې نورو ته په زيان تماميږي.افغانستان کې تازه يو داسې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شوی دی، چې ټوله جغرافيه يې تر بشپړ واک لاندې ده، جګړه پای ته رسېدلې،  په پوره ايماندارۍ خپلو هيوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي او د وطن د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره يې مټې رانغښتې دي.افغان ملت له څلورو لسيزو وروسته د آرام سا اخيستې اود هيواد په هر ګوټ کې عدالت او امنيت تامين دی.خو دا ټولې لاسته راوړنې نوې دي او د ثبات لپاره ډېر وخت او کار ته اړتيا لري.په دغسی وخت کې ځينې هيوادونه او سازمانونه هڅه کوي چې خپلو موخو او ګټو ته د رسېدو لپاره د افغانستان فعلي ډاډمن وضعيت يو ځل بيا له ګواښ سره مخ کړي.د همدغو شومو هڅو په دوام د لوېدیځو هيوادونو استخباراتي سازمانونه داسې بې ځايه خبرونه او معلومات خپروي، چې ګويا له افغانستان څخه د سيمې او نړۍ هيوادونو ته خطر متوجه دی، چې ښه بېلګه يې څو ورځې وړاندې روسيه کې پر يو کنسرت خونړی برید و، چې د امریکا استخباراتي ادارې د داعش د خراسان ډلې کار وباله او خبرداری يې ورکړی چې دغې ډلې اوس په سيمه کې پر يو لړ اهدافو د بريدونو توان پيدا کړی دی.د دې لپاره چې افغانستان د سيمې هيوادونو ته د شته ستونزو په هکله ډاډ او قناعت ورنه کړای شي، لوېدیځه نړۍ اسلامي امارت ته له نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په برخه کې ستونزې ايجادوي او هڅه کوي چې اسلامي امارت له نړۍ منزوي وساتي.که څه هم اسلامي امارت د خپل متوازن او بريالي بهرني سياست پر مټ نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په حال کې دی او دا موضوع د نړۍ ډېرو هيوادونو هم درک کړې، چې افغانستان سره اړيکو ته د خپلو ګټو له زاويې څخه وګوري او له اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخې کړي.دوی پوهيږي چې افغانستان د سيمې د هيوادونو ترمنځ د اتصال ښه نقطه ده او اسلامي امارت هم تر ډېره توانېدلی چې د سيمې هيوادونه قانع کړي، چې ګټو ته يې د افغانستان له خاورې هيڅ ګواښ نشته، بلکې  افغانستان د ټولې سيمې په پرمختګ او اقتصاد کې مهم ځای لري،خو د نړيوالو شيطاني سازمانونو د شومو موخو او توطئو په وړاندې بايد پر دغو هڅو بسنه ونشي، بلکې ډيپلوماسي لا ډېره پياوړې شي او دې برخه کې له ځيرکتيا، پوهې، تعقل او تدبر څخه کار واخيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *