سرمقالې

سږني اورښتونه اوهيلې!

په ټوله نړۍ کې د اقليمي بدلون له امله وچکالي ډېره شوې او پاکو اوبو ته لاسرسی کم شوی دی. زموږ ګران هيواد هم د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو خوندي نه دی او داسې انګېرل کېدل، چې راتلونکي څو کلونه به د افغانستان ډېرې سيمې سخته وچکالي وځپي، خو د الله تعالی په فضل سږ کال ډېرې واورې او بارانونه وشول او داسې تمې يې پيدا کړې چې سږکال به نسبتاً د وچکالۍ اغېزې کمې شي.

 له سږنیو بارانونو وروسته خوړونو او سیندونو کې اوبه داسې موجونه وهي، چې د بزګرانو هیلې یې راژوندۍ کړي او تمه یې پیدا شوې چې سږکال به په کرنیزو چارو کې د اوبو له پلوه کومه ستونزه ونه لري، نوځکه د اوبو د پریمانۍ له امله یې خوله له خندا نه ورټولېږي او په خلاصو مټو یې د پسرلني کښت پر کرلو پیل کړی دی.

 تېرکال منی په زیاترو سیمو کې د اوبو د کمبود له امله د میزان په میاشت کې غنم ونه کرل شول. اوس بزګران زیار باسي چې په تلافي کې یې للمي او پسرلني (بهاري) غنم وکري.

که څه هم د افغانستان اوبه او هوا د زراعت لپاره مناسبې دي او د هيواد زياتره وګړي هم پر زراعت بوخت دي، خو تراوسه په افغانستان کې د لازمو او پرمختللو امکاناتو د نشتوالي له امله کرکیله په لومړنیو او پخوانیو معیارونو عياره ده او کليوالي زراعت لرو، مانا دا چې ډېر کار کوو او لږ حاصلات اخلو، که چېرې افغان بزګران په پرمختللیو هېوادونو کې په کرنیز سکتور کې دومره زیار وباسي ،لکه په افغانستان کې یې چې باسي، څرګنده ده چې حاصل به يې لس برابره لوړ وي ، یا په بل عبارت په بهرکې یو بزګر د پرمختلليو وسايلو په ذریعه په ورځ کې لسګونه جریبه ځمکه کري او د حاصلاتو راټولول یې هم پر ماشین وي، خو افغان بزګران يې په پرتله ډېره کمه نتيجه اخلي، که څه هم اوس په افغانستان کې د پیسو په مقابل کې د تراکتورونو په ذریعه کرنیزې چارې پرمخ وړل کېږي ،خو ستونزه داده چې افغان بزګران د اقتصاد له پلوه پر ځان بسيا نه دي او بله لویه ستونزه داده چې هرکال د اوبو پرېماني هم نه وي او په تېرو کلونوکې نه یوازې دا چې د غلو دانو کرنې ښه پايله نه ده ورکړې، بلکې د کلونو کلونو د مڼو، زردلو، انګورو او نورو تازه میوو باغونه وچ شول، چې بزګرانو ته له دې درکه زیات زیان ورسېد، همدا وجه ده چې زیات شمېر هېوادوالو د ښارونو په لور مخه وکړه او دلته هم د بېکارۍ له وجې لاس تر زنې ناست وي.

خو سږ کال که خدای کول زیاتره هغه بزګران چې په کلیو او بانډو کې کرنیزې ځمکې لري او د اوبو د نشتوالي له امله ښارونو ته ترې را کډه شوي وو، بېرته به له ښارونو څخه د خپلو سيمو په لور د کرکیلې لپاره روان شي چې کلیو ته د تګ پروسه همدا اوس روانه ده. کله چې کال آباد او اوبه زیاتې وي،نو د محصولاتو ګټه نه یوازې بزګرانو ته رسېږي، بلکې محصولات یې ښارونو ته را ځي او ښاریانو ته په ټېټه بیه عرضه کېږي.

د اوبو د ډېروالي بله ګټه دا هم ده چې اوبه د باران په ذریعه له ورېځو را اورېږي، چې د باران په صورت کې د کيمیاوې سرې لومړۍ منبع نایتروجن هم په زیاته پیمانه له باران سره ځمکې ته را کوزېږي او حاصلات یو په دوه کوي.

 د افغانستان په جغرافیه کې اقلیم هم متفاوت دی، که د کابل په شاوخوا سیمو او نږدې ولایتونو کې د غویي میاشتې په یوه باراني شېبه کې د کښت ترڅنګ ودرېږو، نو په حیرانوونکې توګه به یې د ودې شاهدان واوسو، ځکه د باران د اورېدو پر مهال شنيلي دومره وده کوي چې له زیاتې ودې تنکي او نازک معلومېږي. علت يې دادی چې په لوړه کچه نایتروجن له باران سره ملګري وي .

په هر صورت د اوبو پرېماني د رزق پرېماني ده او رزق د الله تعالی په واک کې دی او هغه وخت یې پرخپلو بنده ګانو لوروي چې اراده یې ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *