سرمقالې

رسنۍ دې واقعيتونوته لکه څنګه چې دي هماغسې انعکاس ورکړي

د ۱۴۰۰ لمريز کال دوږي مياشتې په ۹ مه نېټه چې وروستی امريکايي عسکر زموږ له هېواده وتلوته اړ اوپښې يې سپکې کړې او امريکايي اشغالګرو ځواکونو پرخپلې ماتې اعتراف وکړ، د اسلامي امارت سرتېري مجاهدين پلازمينې کابل ته راورسېدل او دهيواد بشپړ کنترول يې تر لاسه کړ،نودپخوانيو کاغذي زمريانو ماتې خوړلې قافلې د کولاب ، ترکيې امريکااو اروپا پر لور ورماتې شوې او دخپلو بادارانو غېږوته يې ځانونه ورسول . کله چې امريکايي او د ناټوځواکونه په نظامي ډګر کې له بربنډې او شرمېدلې ماتې سره مخ شول ، نو زموږ د هيواد او د افغان مومن او غيرتي ملت پر ضديې ناوړه تبليغاتي جګړه پيل کړه چې زموږ داخلي رسنيو هم په کې پراخه ونډه درلوده او تاسې به هېڅ داسې يو هيواد په نړۍ کې ونه ګورئ چې هلته دې رسنۍ د حاکم نظام پر خلاف رسنيز فعاليت وکړي. له هغه مهاله چې د اشغال لړۍ پای ته رسېدلې ، دوی د افغانستان د اسلامي امارت او افغان مېړني او مجاهد ملت پرضد پوچ اوله واقعيت څخه لرې تبليغات په لاره اچولي چې ګواکې په افغانستان کې په ميليونونو انسانان له لوږې مري. په داسې حال کې چې دغه غربت او فقر له همدوی اوله تېر فاسد نظام څخه موږ ته په ميراث را پاتې دی. که واقعيتونه راوسپړو او پر حقيقت سترګې پټې نکړو، بايد دا ومنو چې په تېر نظام کې يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه په ۲۰۰۰ افغانۍ وو، خو اوس يې بيه تر ۱۵۰۰ افغانيو راټيټه شوې د غوړيو يوه لس ليتره بوشکه هغه مهال په ۱۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس يې قيمت ۱۰۰۰ افغانۍ دی . پخواني تش په نامه جمهور رييس له سپيدار ماڼۍ څخه خپل سپين سترګی رقيب (دوهم په اصطلاح جمهور رييس) نشوای لرې کولی ، خو اوس د اميرالمؤمنين په فرمان په نورستان کې والي ګوښه او په کابل کې وزيران تبديلېږي اوس پر هغو ټولګټو او ملي پروژو کارجريان لري ، چې داڅلورلسيزې يې چا اټکل هم نشوای کولی. هيله من يو ، چې نړيوال زموږ د هيواد او ملت پرضد له داسې پوچو تبليغاتو ډډه وکړي، چې له واقعيتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي . رسنۍ دې هم په دې برخه کې خپل رسنيز مسئوليت پوره او سم اداء کړي او واقعيتونو ته دې لکه څنګه چې دې هسې انعکاس ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *