سرمقالې

د هيواد رښتينی انځور

سرمقاله

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، لوېديځې رسنۍ، ځينې نړيوال سازمانونه او د شل کلن اشغال ملګري پرديپال او تش په نامه افغانان په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان اقتصادي حالت ډېر بد انځور کړي او داسې وښيي چې ورځ تر بلې دغه هيواد له ناوړه حالت سره مخامخ کېږي.
دوی دا هر څه د يو منظم پلان له مخې ترسره کوي او غواړي په دې ډول د ملت او حکومت ترمنځ واټن زیات کړي، خلک پر اوسني حالت بې باوره شي او له هيواد څخه بهر ووځي تر څو نوی حکومت له سياسي او اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ کړي.
خو واقعيت دا نه دی، داسې سمه ده چې په هيواد کې اقتصادي ستونزې شته، خو ددې معنا دا نه ده، چې دغه ستونزې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې پيدا شوي، یا يې حکومت په وړاندې هيڅ ګام نه دی پورتهکړی او يا هيڅ لاسته راوړنه، نه لري.
واقعيت دا دی چې که څه هم د نړيوالې ټولنې د اقتصادي بندیزونو او سياسي فشارونو له امله افغانستان له يو لړ ستونزو او کړاوونو سره مخ دی، خو بل لور ته ډېرې لاسته راوړنې هم لري.
د سرتاسري امنيت ټينګښت او د خپلواک او ځواکمن مرکزي حکومت جوړښت هغه پرمختګونه دي، چې افغانانو يې څلوېښت کاله لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کړې ده.
د ځان بسياینې او اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهم ګامونه اخيستل شوي، د قوشتېپې کانال سترې او ملي پروژې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې په تکمیل سره به يې افغانستان د زراعت، خوراکي توکو تولید او اوبو رسونې په برخو کې تر ډېره حده په خپلو پښو ودريږي.
د کانونو د استخراج چارې هم ښې روانې دي، تېره اوونۍ د کانونو او پټرولیم وزارت له CPEIC چینایي شرکت سره، د ۲۵ کلونو لپاره د آمو سيند حوزې د نفتو د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسليک کړ.
د صادراتو په کچه کې هم د تېر په پرتله ډېر زياتوالی راغلی، د اسلامي امارت د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت ددفتر د معلوماتو له مخې د ۱۴۰۱ ل کال په لومړيو ۹ مياشتو کې د صادراتو کچه يو ميليارد او ۴۲۴ ميليونه ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال په پرتله نږدې شپيته سلنه زياتوالی ښيي.
لنډه دا چې افغانستان په اقتصادي برخه کې د ځان بسياینې پر لور ګامونه اخلي، د افغانستان د رښتيني انځور او د هغه څه ترمنځ چې لوېديځې رسنۍ يې وړاندې کوي،ډېر توپير دی. افغان ملت بايد د پرديو رسنيو له منفي تبليغاتو اغېزمن نشي، بلکې په ټول توان له خپل نظام څخه ملاتړ وکړي، حکومتي چارواکي هم بايد خپلو دندو او مسئوليتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، تر څو افغان ملت د يو هوسا او پرمختللي هيواد څښتن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *