سرمقالې

د ملت او دولت ترمنځ همکاري څومره او ولې مهمه ده؟

دولتونه او حکومتونه د ملتونو استازي وي، د هغوی د سياسي، اقتصادي، تعليمي او ټولنيزو ګټو، ارزښتونو او اقدارو ساتونکي وي او دغه راز د هغوی اړتياوو او غوښتنو ته د يوې منظمې ستراتيژۍ او پلان له مخې رسېدنه کوي.
اسلامي نظام يوه بله ځانګړنه هم لري، هغه دا چې پر پورته ذکر شويو کارونو سربېره د خپلو ملتونو د فکر او عقيدې ساتنه هم کوي، چې په اخروي بريا تعبيريږی او دا له ټولو غوره او ستره موخه ده.
هر انسان غواړي چې بريالی او سرلوړی ژوند ولري، په اقتصادي برخه کې پر ځان بسيا وي، خپله او کورنۍ يې پوهې او دانش ته لاس رسی ولري. ځان، مال او عزت يې خوندي وي، خو له دې امله چې دا ټولې موخې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې د باکفايته او پوهو کسانو په مشرۍ او رهبرۍ تر سره شي، ملتونه د خپلو چارو واګي د حکومتونو په لاس کې ورکوي.
د ملت او دولت موخې او اهداف مشخص او متحد وي. همدغو اهدافو ته د رسېدو لپاره حکومت او ملت پر خپل-خپل ځای يو لړ مسئوليتونه او دندې لري: حکومت دنده لري چې د خپل ملت روا او مشروع حقونه ورکړي، غوښتنې او ګټې يې په پام کې ونيسي او د عامه ګټو د خونديتوب له پاره په انتظامي برخه کې قوانين او مقررات وضع کړي.
او ملتونه بيا مسئوليت لري چې د حکومت له خوا جوړ شوي مقررات ومني او په ټوله معنا ورته ژمن پاتې شي، چې دا د قران کريم لارښوونه هم ده.
کوم حکومتونه او ملتونه چې خپل- خپل مسئولیت سرته رسوي، داسې چې حکومت د خپل ملت روا غوښتنې، نظريات او وړانديزونه په پام کې نيسي او له مخې يې اجراات کوي او ملت بيا په ټولو برخو کې د حکومت مقرراتو او قوانينو ته درناوی لري؛ د حکومت او ملت تر منځ همکاري او همغږي رامنځته کېږي او په ډېره ښه توګه خپلو اهدافو ته رسېږي او بريا يې قدمونه ښکلوي.
خو هغه حکومتونه او ملتونه چې خپل مسئوليتونه په سمه توګه نه تر سره کوي، داسې چې حکومتونه د ملتونو روا غوښتنې او نظريات له پامه غورځوي، وړانديزونه او سپارښتنې يې نه اوري او ملتونه د حکومت مقررات او پريکړې نه عملي کوي؛ په نتيجه کې يې د حکومت او ملت ترمنځ همکاري او همغږي له منځه ځي، چې د نظام استحکام او ثبات ننګوي او ملت ته هم ستونزې راولاړوي.
اوس چې الحمدلله افغانستان ازاد او خپلواک اسلامي نظام لري، ددې لپاره چې دغه نظام سلګونه کاله حاکم پاتې شي، افغانستان پرمختګ وکړي، ازادي او استقلال پايدار شي؛ نو د حکومت او ملت تر منځ همکاري او همغږي ډېره مهمه ده او دا هغه مهال ترلاسه کېدای شي، چې هر يو خپل مسئولیتونو په ښه توګه سرته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *