
د مسکو فارمټ ناسته او تمې؟!
څو لسيزې کېږي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه ځانګړې دلچسپي لري او هڅه کوي چې د ځينو سياسي او اقتصادي اهدافو لپاره دلته نفوذ ولري.
څه باندې درې لسيزې وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، لوېديځې نړۍ دغه کار وغانده او په ښکاره ډول يې د افغان مجاهدينو د مقاومت او مبارزې ملاتړ وکړ.
د تېر جهاد له بريا وروسته هم نړيوالې ټولنې خپله مداخله پای ته ونه رسوله او په مختلفو نومونو او شعارونو يې دلته فعالیت درلود، تر دې چې په ۲۰۰۱م کال کې امريکا او متحدينو يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر دروغجن شعار لاندې افغانستان اشغال کړ.
افغانان د خپل وياړلي تاريخ په تعقيب يو ځل بيا د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې په ډېره مېړانه ودرېدل او شل کلنه اوږده، سخته او نا انډوله مبارزه يې وکړه.
اوس چې افغانستان د الله تعالی په فضل او د لسګونو زرو شهيدانو د قربانيو په بدل کې خپلواک او آزاد حکومت لري او له نړۍ او سيمې سره د اړيکو په برخه کې کاملاً خپلواک دی، امريکا او متحدين يې هڅه کوي په نړيواله کچه د افغانستان د اسلامي امارت له پاره يو لړ سياسي او اقتصادي ستونزې ايجاد کړي.
د اسلامي امارت مشرانو او د نړۍ ځينو هيوادونو اوس دغه ستونزه درک کړې ده او هڅه کوي چې خپلمنځي اړيکې د خپلو ګټو او موخو په معيار برابرې کړي.
د همدغو هڅو په دوام په دې وروستيو کې چين د افغانستان له اسلامي امارت سره په سياسي او اقتصادي اړيکو کې له نورې نړۍ يو څه متفاوت دی، هغوی له اسلامي امارت سره د اقتصادي شراکت او پانګونې په برخه کې يو لړ تړونونه هم لاسليک کړي او په سیاسي برخه کې يې نوي سفير په کابل کې فعالیت پیل کړی او څو ورځې وړاندې يې د اسلامي امارت رئيس الوزراء د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې باورليک هم ومانه.
روسیه او د منځنۍ اسيا ځینې هيوادونه هم افغانستان سره په سياسي او اقتصادي اړيکو کې د يو نوي باب پرانيستو ته لېوال ښکاري او روسيه خو له ډېر وخت راهيسي د مسکو فارمټ تر عنوان لاندې د افغانستان په هکله غونډې جوړوي. ټاکل شوې ده، چې د همدغې لړۍ راتلونکې ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې جوړه شي او پر روسیې، چين او د منځنۍ اسيا پر هيوادونو سربېره پکې د افغانستان، هند، پاکستان او ایران استازي د افغانستان او سيمې د فعلي وضعيت او پرمختګونو په هکله سلا مشورې وکړي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون، نه يوازې د افغانستان اړتيا ده، بلکې د سيمې هيوادونه هم اړتيا لري چې د خپلو ګټو او موخو لپاره له افغانستان سره دوستانه اړيکې ولري.
اوس مهال اسلامي امارت له دوو اساسي نړيوالو ستونزو سره مخ دی، لومړۍ د رسميت او دوهمه د اقتصادي بندیزونو او محدوديتونو ستونزه ده. د اسلامي امارت پلاوی بايد له پوره چمتووالي سره په دغې غونډه کې ګډون وکړي او د سيمې هيوادونه دې ته وهڅوي چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او اقتصادي برخه کې دوه اړخيزې اړيکې لا ډېرې پياوړې کړي.
دا کار اوس له بل هر وخته ډېر شونی دی، ځکه په نړيواله کچه له لوېديځ سره روسيه، چين، ايران او د سيمې نور هيوادونه رقابتونه لري او اسلامي امارت کولی شي له دغو رقابتونو د ځان په ګټه سالمه استفاده وکړي، په نړيواله ټولنه کې د اسلامي امارت د نه رسميت په هکله اجماع ماته کړي او خپل اساسي اهداف ترلاسه کړي.