سرمقالې

د فلسطين جګړه؛ د اسلامي نړۍ حاکمانو ته د تاریخ ستر پېغور!

امریکا او ځينې نور لوېديځ هيوادونه په ښکاره ډول د صهيونیستي غاصب او ترهګر رژيم نظامي او دېپلوماتيک ملاتړ او پلوي کوي؛ خو اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول عربي هيوادونه بیا د فلسطینیانو په برحقه داعیه کې په شفاهي، فزیکي او ډېپلوماتيکه بڼه چوپه خوله دي ، د فلسطینیانو پر ننګه او ملاتړ یې غوږونه کاڼه اچولي او يوازې غږ یې هم له خولې نه خېږي.

لازمه خو دا وه چې اسلامي نړۍ هم د فلسطینیانو په خوا پورې ولاړه وای او په غیرت سره یې خپل ملاتړ څرګند کړی وای.

څو لسيزې کېږي، چې اسرائیلو د ټولو نړيوالو معيارونو خلاف په زور، جبر او اکراه ، له کوم موجه دلیل پرته د فلسطین جغرافیه اشغال کړې او د دوی پر ارزښتونو داسې ملنډې وهي، لکه فلسطینیان چې هېڅ راز انساني حقوق نه لري. په مقابل کې يې د فلسطين ملت اړ شو چې خپل لاسونه د صهيونيستي اشغالګرو او امریکایانو تېرې تورې ته د سپر په توګه ونیسي او له خپل حق او جغرافیې څخه دفاع وکړي. ترڅو به دوی د اسرائیلو له لاسه د ځان او خپل ولس د داسې مظلومیت او اهانت شاهدان اوسي، لکه همدا اوس یې چې نړیوال مشاهده کوي.

 د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو د نه پاملرنې له امله د صهيونيستي رژيم او مظلومو فلسطينيانو تر منځ روانه شخړه له لسګونو کلونو ناحل پاتې ده. همدا اوس  پر فلسطینیانو د اسرائیلو له لوري سخت وحشت روان دی، رفح چې د سلګونو زرو کډوالو د پناه اخيستلو وروستی ځای و، تر ړندو بمباريو او بريدونو لاندې نيول شوې ده، ټوله نړۍ يې ننداره کوي او په رڼو سترګو ويني، چې امریکا د اسرائیلو ملاتړ کوي. اسرائیل د پردې ترشا پر هغه څه عمل کوي چې امریکایې فرمایش ورکوي او په ظاهره نړیوالو ته داسې څرګندوي، چې ګواکې ترمنځ يې د رفح د عملياتو پر سر اختلافات رامنځته شوی دی.

له کفري نړۍ او په ځانګړي ډول له لوېديځ څخه د همدې ډول موقف او دريځ تمه کېدای شي، هغوی تل له بشري حقونو د دفاع شعارونه يوازې د خپلو ګټو لپاره کارولي او په واقعيت کې له ټولو ډېر همدوی بشري حقونه نقضوي.

خو دغې جګړه کې د اسلامي هيوادونو او په ځانګړي ډول د عربي نړۍ کمزوری دريځ به په تاريخ کې د مسلمانانو لپاره د يو ستر پېغور په بڼه ثبت شي او ان د مسلمانانو راتلونکي نسلونه به هم پرې شرمېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *