سرمقالې

د غذايي خونديتوب اهميت او لارې چارې

غذايي خونديتوب د يو هېواد د امنيت او ثبات لپاره خورا مهم دی، له غذايي خونديتوب څخه پرته د ثبات لپاره هڅې نيمګړې دي او يوازې په فزيکي قوت د نظام ساتنه او پرمختګ ناشونی کار دی.
فزيکي قوت که د هيوادونو په ساتنه کې د زړه رول لري، نو غذايي امنيت د سږي، وينې او پښتورګو په څېر کار کوي. د ټوپک په شپېلۍ هيڅ هېواد کې امنيت تر هغې نه راځي تر څو غذايي خونديتوب نه وي رامنځته شوی.
لوېديځ پر مسلمانو هيوادونو او هغو ملتونو چې د دوي کلتور او ماډل ته غاړه نه ږدي، په دې موخه اقتصادي بنديزونه لګوي، چې د غذايي خونديتوب تشه رامنځته کړي، تر څو ولس د خپلو نظامونو په مقابل کې راپورته او له دننه د ولس او حکومتونو ترمنځ واټن رامنځته شي.
په يو هيواد کې د غذايي خونديتوب يا امنيت نشتون له فساده ډېرې ناوړه اغېزې لري، ځکه چې فساد يوازې نظام کمزوری کوي، خو فقر او لوږه د نظام پرکمزورۍ سربېره بهرنيو لاسوهنو ته هم لاره پرانيزي. د غذايي امنيت نشتون د مضبوط نظام ريښې له بېخه باسي، ځکه د لوږې او تندې په حالت کې انسان هرې کړنې ته لاس اچوي.
پهافغانستان کې پراخې زراعتي ځمکې او د اوبو پراخې سرچينې شتون لري او غذايي خونديتوب په ډېره اسانۍ سره ترلاسه کېدای شي، خو په تېرو څلورو لسيزو کې د جګړو او ناامنيو له امله د غذايي امنيت لپاره بنسټيز او اساسي کار نه دی شوی.
اوس چې په افغانستان کې يو خپلواک اسلامي نظام حاکم شوی او امنيت هم په ټوله معنا تامين دی، نظام او خصوصي سکتور بايد په ګډه دغه مهم کار ترسره کړي. د قوشتېپې کانال په دې برخه کې خورا ښه او مثبته پايله درلودلی شي.
بله له ټولو غوره او لنډه لاره داده چې پهافغانستان کې زراعت صنعتي شي، کروندګرو ته د حاصلاتو د زياتوالي په موخه روزنيز سيمينارونه ترتيب شي، اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکړل شي، د اوبو رسونې سيستم له نړيوالو معيارونو سره سم برابر شي او د توليد په برخه کې د افغانستان چاپيريال ته په کتو لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.
ددې لپاره چې افغانستان د کال په هيڅ برخه کې د خوراکي توکو له نشتوالي او کمبود سره مخامخ نشي، نو مهمه ده، چې په هره سيمه کې شنې او سړې خونې جوړې شي، په دې سره به نه يوازې په هر موسم کې غذايي خونديتوب رامنځته شي، بلکې کروندګرو ته به هم ډېر ښه عوايد په لاس ورکړي او افغانستان به د ځان بسياينې پر لور حرکت وکړي.
د غذايي امنيت تامينول يوازې د کرنې او مالدارۍ وزارت دنده نه ده، بلکې ټولې حکومتي ادارې او چارواکي بايد په دې برخه کې په خپلو حدودو کې رسالت ادا کړي، د کابينې په غونډو کې بايد دغه موضوع جدي ونيول شي، اختصاصي بوديجه ورته وټاکل شي ، په دې برخه کې کورني او نړيوال شرکتونه پانګونې ته وهڅول شي او لازمې اسانتياوې ورته برابرې کړای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *