سرمقالې

د صادراتو او عوايدو ډېروالی او د پرمختګ اميدونه!

غوره اقتصاد د يو ملت د سوکاله او هوسا ژوند لپاره بنسټيز اصل دی، د افغانستان جغرافيايي موقعيت، د پراخو طبيعي زيرمو شتون، د زراعت او مالدارۍ لپاره پریمانه اوبه، مناسبه هوا او پراخې دښتې هغه مهم اسباب دي، چې که په سمه توګه ترې ګټه پورته شي، افغانستان د پرمختللي اقتصاد لرونکو هيوادونو نوملړ ته پورته کولی شي.
صادرات او واردات د اقتصادي ودې دوه اصول دي او د يو سالم او پرځان بسيا اقتصاد لپاره اړينه ده، چې صادرات له وارداتو ډېر وي او يا لږ تر لږه برابر وي.
خو له بده مرغه اوږدې جګړې، پراخ فساد او د نورو برخو تر څنګ اقتصادي اشغال هغه څه و، چې دا څلور لسيزې يې زموږ د هيواد د اقتصادي ودې او پرمختګ مخه نيولې وه.
اوس چې الحمدلله افغانستان يو خپلواک هېواد دی او يو داسې مرکزي دولت لري، چې ټولې پرېکړې ملي ګټو ته په کتو کوي، نو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.
وړمه ورځ د افغانستان داسلامي امارت د اقتصاد وزارت خبر ورکړ، چې د روان ۱۴۰۱ ل کال په ۱۱ مياشتو کې افغانستان د سيمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د د يو اعشاريه اتو ميليارد امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابيل توکي صادر کړي او تمه ده، چې د کال تر پايه به دغه کچه دوه ميلياردو امريکايي ډالرو ته ورسېږي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دومره پراخه کچه صادرات کوي، له دې وړاندې که څه هم نړۍ د افغانستان پخوانی نظام په رسمیت پېژانده او، په بېلابېلو برخو کې يې مرستې ورسره کولې؛ خو بيا هم په کلني ډول د افغانستان د صادراتو کچه تر يو ميليارد ډالرو پورې نه وه رسېدلې.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د عوايدو په راټولولو کې هم په بې ساري ډول ډېروالی راغلی، څو ورځې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت خبر ورکړ، چې په روان ۱۴۰۱ل کال کې يې يوازې له ګمرکونو څخه ۱۰۰ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې دا د افغانستان په تاريخ کې د غير مالياتي عوايدو له ټولو لوړه کچه ده او ستر لاملي هم د عوايدو راټولولو په برخه کې شفافيت او د فساد له منځه تګ دی.
د صادراتو په برخه کې ډېر والی، د هيواد په بېلابېلو برخو کې د سترو او زيربنايي پروژو د چارو پيل، شخصي سکتور ته د پانګونې د مناسبو شرايطو برابرول او د کورنيو توليداتو لپاره د سيمې او نړۍ په کچه د مارکيټ پيدا کولو هڅې هغه څه دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ څرک ترې ښکاري.
که څه هم د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې د ستاينې وړ دي، خو لاهم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده. اوس مهال افغانستان یو وارداتي هيواد دی او په کلني ډول شا او خوا د اووه ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت واردات لري. دولت بايد هڅه وکړي چې د صادراتو کچه له وارداتو لوړه کړي او دغه راز د کورنيو توليداتو کيفيت او کميت ته ډېره پاملرنه وکړي، په ځانګړې توګه د تازه او وچو مېوو، مالدارۍ، لبنياتو او نورو خوراکي توکو پر تولید او صادراتو بايد تمرکز وشي، په دې سره به نه يوازې افغانستان غذايي خونديتوب ترلاسه کړي، بلکې په دې برخه کې به پر ځان بسيا هيواد هم وګرځي.
د خوراکي توکو د بيو د ثبات او بڼوالو او بزګرانو ته د ښه عايد لپاره ضروري ده چې په هره سيمه کې سړې خونې او کوچنۍ کارخانې جوړې شي، پر کروند ګرو اصلاح شوي تخمونه وويشل شي او هغوی ته د حاصلاتو د زیاتوالي په اړه معلوماتي سيمينارونه جوړ کړای شي، په دې سره به نه يوازې د بڼوالو او بزګرانو عايدات لوړ شي، بلکې خلکو ته به د روزګار زمينه هم برابره شي او غذايي خونديتوب به هم تضمين کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *