سرمقالې

د رسميت پېژندنې پر لور ستر ګام…!

که څه هم دوه کاله کېږي، چې افغانستان د غربي ښکېلاکګرو له يرغل څخه ازاد شوی، خپلواک او ځواکمن مرکزي نظام لري او له نړۍ سره د تعامل او اړيکو په برخه کې يې هم پرمختګونه کړي دي؛ خو لکه څرنګه چې پکار ده، نړۍ په دې برخه کې هغسې چټک ګام نه دی پورته کړی او تراوسه پورې د نړۍ هېڅ هيواد هم د افغانستان حاکم نظام په رسميت نه دی پېژندلی.
په دې برخه کې د نه پرمختګ له لاملونو څخه يو دا دي، چې امريکا او متحدين يې په دې توګه له افغانستان څخه د خپلې ماتې بدل اخلي او دغه راز غواړي، په دې ډول د افغانستان پر فعلي حکومت خپلې غوښتنې ومني،خو اوس داسې ښکاري چې د لويديځ د فشار سياست هم ناکام شوي او نړۍ هم دې پايلې ته رسېدلې، چې د فشار له لارې نشي کولي خپلو اهدافو ته ورسېږي.
تازه چين د افغانستان لپاره نوي سفير ټاکلي او پرون له غرمي وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت رئيس الوزرا محترم الحاج ‘ملامحمدحسن اخند” د نوموړي باورليک د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شويو مراسموکې، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي هم حضور درلود، محترم رئيس الوزرا د چين نوي سفير ته ښه راغلاست ووايه. د افغانستان لپاره د چين نوي سفير په افغانستان کې پر خپل نوي ماموريت خوښي وښوده.
د اسلامي امارت له حاکميت وروسته دا لومړي ځل دي، چې يو هيواد د افغانستان لپاره په دغه ډول د سفير په کچه ستر ډيپلوماټ ټاکي او هغه هم بيا په نړۍ او په ځانګړي ډول سيمه کې د چين په څېر مهم هيواد، دغه هيواد اوس په سيمه ییز اقتصاد او سياست کې خورا دخيل دي او هڅه کوي، چې خپل نفوذ او اثر ته لا ډېره وده ورکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت لپاره دغه ګام ډېر مهم دي او د رسميت پېژندنې لپاره د شرائطو په برابرولو کې هم د پام وړ رول لوبولي شي. په دې سره به نور هيوادونه هم وهڅيږي، څو د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره د خپلو ګټو پر محور ولاړې اړيکې ورغوي، هغوي بايد ټول عمر د امريکا په غوښتنه او اشاره خپل کورني او بهرني سياستونه عيارنه کړي او نه خپلې ګټې د لوېديځ له ګټو قرباني کړي.
چين له لومړۍ ورځې پر افغانستان د امريکايي يرغل او سيمه کې د لوېديځو پوځونو له شتون څخه ناراضه و؛ خو د اسلامي امارت له حاکميت وروسته يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پاليسۍ ته مخه کړې، په وار وار يې ويلي چې د افغانستان د فعلي حکومت پرېکړو ته درناوي لري او نه غواړي چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله وکړي. دغه راز ياد هيواد ‎افغانستان سره اقتصادي شراکت او په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته ليوال دي او په دې وروستيو کې د چينايي شرکتونو او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ په بيلابيلو برخو کې ګڼ تړونونه هم لاسليک شوي دي.
نوره نړۍ او په ځانګړي ډول اسيايي هيوادونه بايد د چين دغه ګام تعقيب کړي، خپلې پرېکړې په خپله وکړي، د افغانستان له فعلي وضعيت، پراخو طبيعي منابعو او مناسب جغرافيوي موقعيت څخه د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو لپاره استفاده وکړي او نور دې د پرديو د ګټو لپاره خپل هيوادونه او وګړي له ستونزو او مشکلاتو سره نه مخ کوي. اسلامي امارت په وار وار او په ډېر څرګند ډول ويلي دي، چې په ټول توان به نړۍ سره د ديني او ملي ګټو په چوکاټ کې د اړيکو او تعامل په برخه کې مثبت ګامونه واخلي او په خپل هيواد کې به د پانګونې لپاره مناسبې اسانتياوې ورته رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *