
د دندو او مسئوليتونو لپاره خپلوي نه، اهليت معيار دی!
حکومتونه او اداري جوړښتونه ولسونو ته د معياري خدمت، د عامه نظم د سمبالښت او له قانون څخه د دفاع مسئوليت لري، د بريالۍ حکومتولۍ له ټولو مهم شرط دا دی، چې کار اهل کار ته وسپارل شي.
په اسلامي لارښوونو کې اهليت يوازې ظاهري بڼې او څېرې ته نه ويل کېږي، بلکې پر امانت او ديانت سربېره د اړوندې ادارې پر چارو پوهه اهليت بلل کېږي.
د مشهور صحابي حضرت ابوذر غفاري رضي الله تعالي عنه روايت کړی حديث په دې برخه کې له ټولو ستر اصل دی، هغه فرمايي چې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه د دندې غوښتنه وکړه، هغه راته وفرمايل: « ابوذره، ته کمزوری يې او دنده امانت دی [مسلم]
په حديث شريف کې پر دندو او مسوليتونو د ټاکل کېدو لپاره يوازې پر تقوا او ديانت بسنه نه ده شوې، بلکې مسلکيتوب او کار پوهه هم مهمه ګڼل شوې، که نه ابو ذر غفاري رضي الله عنه خو په ديانت او ايماندارۍ کې د ډېرې لوړې درجې خاوند و.
اوس چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په کار دي چې ددغه سپيڅلي نظام د بقا او استحکام لپاره له اسلامي تعليماتو سره سم پر عدالت ولاړ کلک او مضبوط بنسټونه ورغول شي.
او د نظام بريا، بقا او استحکام د اهليت پر اساس د مسئوليتونو ويش تضمينوي، که څه هم اسلامي امارت تر ډېره بريده په حکومتولۍ کې بريالی دی، خو بيا هم په ځينو برخو کې د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ د مسوليتونو د ويش په هکله اندېښنې او ګيلې کېدلې، چې د اسلامي امارت مشرتابه ددغې ستونزې د مخنيوي لپاره وخت ناوخته اقدامات هم کړي دي.
په دې اړه د اسلامي امارت زعيم اميرالمومنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله په خپل وروستي فرمان کې امارتي ادارو ته هدايت کړی چې د خپلوۍ او شخصي تعلق پر بنسټ چاته له وظيفې ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
په فرمان کې دغه راز ادارو کې د ځينو مسئولينو له خوا د خپلو ټاکل شويو زامنو د انفکاک حکم هم شوی دی.
دغه فرمان ته په کتو داسې ښکاري چې د اسلامي امارت مشرتابه دغه ستونزه درک کړې، د حل لپاره يې کلک هوډ او ژمنتيا لري او اميد دی، چې د شريعت او ملت دغه مهمه غوښتنه به رښتيني ډول عملي شي.