سرمقالې

د خپلواکۍ او ارزښتونو ساتندوی ځواکمن پوځ!

هره ټولنه، هيواد او ملت غواړي، چې د ژوند په ټولو برخو کې بريالي، ځواکمن او سرلوړي وي، دا فطري غوښتنه ده، هېڅوک دا نه خوښوي، چې ناکام، کمزوری او د بل تر واک او ولکې لاندې ژوند ولري.
هر هيواد هڅه کوي چې د خپلو ګټو او ارزښتونو د ساتنې لپاره ښه مسلکي او مجهز پوځ ولري، اسلام نه يوازې د دغې فطري غوښتنې پخلی کوي، بلکې خپل پيروان هڅوي چې د خپلواک او سرلوړي ژوند لپاره د کافرانو او دښمنانو په وړاندې پر الله تعالی د توکل او اعتماد تر څنګ په هره برخه کې د خپل توان تر بريده ځانونه چمتو او ځواکمن کړي.
غښتلی ځواک او توان هغه څه دی، چې ملتونه او هيوادونه پرې خپلواکي، ملي ګټې او ارزښتونه ساتي. هغه ملتونه، چې ښه مجهز او په پرمختللو وسلو سمبال ځواکمن پوځ ولري، خپلې ګټې او ارزښتونه په ښه توګه ساتلی شي. مسلمانان بيا پر نظامي تجهيزاتو سربېره د عقيدې او نظريې معنوي ځواک هم لري او دا يې له ټولو غوره وسله ده.
که چېرته د عقيدې او نظريې له ځواک سره په پراخه کچه د تدبير، پلان، تجهيزاتو او وسائلو ځواک هم ملګری شي، نو د الله تعالی په مرسته به بيا د داسې پوځ په وړاندې هېڅوک هم د درېدلو وس ونه لري.
دغسې ځواک به نه يوازې د خپل هيواد ګټې په سمه توګه خوندي کولی شي، بلکې د‌ ټولې نړۍ مسلمانانو ته به د ډاډ، سکون او ارام ژوند اميد وي.
اوس چې الحمدلله افغانان د يو خپلواک اسلامي نظام څښتنان دي او د خپلو اهدافو او ارزښتونو ترسيم او تخطيط يې په خپلو لاسونو کې دی، نو بايد لومړی په پوره پوهه او په دين او هيواد مينو تجربه لرونکو کسانو سره په مشوره ديني او ملي ارزښتونه، اهداف او ګټې ترسيم شي او بيا يې د ساتلو او موخو ته د رسېدو لپاره په ټول توان کار وشي.
د يو خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ ځواکمن پوځ جوړښت هم خورا مهم دی، ځکه نظام او حکومت د څو ورځو او کلونو لپاره نه، بلکې د ډېرې مودې لپاره جوړيږي او ددې ستر هدف لپاره د ځواکمن، مجهز او د اوسني وخت د غوښتنو پوره کوونکي ځواکمن او په اسلامي روحيه سمبال پوځ جوړښت خورا مهم کار دی.
له نېکه مرغه پر نورو برخو سربېره د اسلامي امارت مشران او مسئولين دې برخې ته ښه متوجه دي او په ډېر کم وخت کې له تمې او هيلې پورته لاسته راوړنې لري، امنيت تر ډېره حده د ډاډ وړ دی او د مسلکي پوځ، استخباراتو او پوليسو جوړولو چاره په ښه ډول مخکې ځي او دمګړۍ افغانستان شاوخوا ۱۵۰زره روزل شوي دفاعي ځواکونه لري، چې په پرمختللو وسلو او تجهيزاتو سمبال دي او دغه راز هوايي ځواک هم فعال دی او له ۶۰ زياتې بېلابېلې الوتکې لري.
له دوو کلونو په کمه موده کې د اسلامي امارت او افغان ملت لپاره دا ډېره ستره لاسته راوړنه ده؛ خو دا چې موږ لسګونه کلونه له نړۍ وروسته پاتې يو، بايد لا ډېر کار وکړو، ترڅو يو داسې پوځ ولرو، چې په نړيوالو معيارونو برابر وي، له خپلو ديني او ملي ارزښتونو څخه په ښه توګه ساتنه وکړای شي او دغه راز د دښمنانو ټولې ناوړه ارادې شنډې کړي او له منځه یې يوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *