
د جدي شپږمه او څو درسونه!
د جدې شپږمه نيټه په تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې د افغان ملت د هر بااحساسه او پر هيواد او دين مين وګړي لپاره بدمرغه او له غم او ځور ډکه ورځ ده.
څلور لسيزې وړاندې په همدغه نيټه شوروي اتحاد د ټولو نړيوالو نورمونو او اصولو خلاف په ډېر زور او شور سره پر افغانستان يرغل وکړ او له موږ څخه يې د ازادۍ ستر نعمت او ارزښت يرغمل کړ.
رښتيا هم دغه نيټه د همدومره کرکې او نفرت وړ ده، چې د افغان ملت د تاريخ توره ورځ وبلل شي او هرکال يې په پراخه کچه وغندو.
خو موږ بايد يوازې ددغې ورځې په غندلو او خپګان باندې بسنه ونه کړو، بلکې د ازادۍ لپاره د هغو سلګونو زرو شهيدانو او د دې سپېڅلې لارې د اتلانو شاهکار ونه او ميړانې هم هيرې نه کړو، چې موږ يې د قربانيو او سرښندنو په برکت ازاد هيواد لرو.
د سرو لښکرو له ماتې او واک ته د پخوانيو مجاهدینو له رسېدو وروسته د کورنيو جګړو، ويجاړيو او بدمرغيو اوږد داستان مو هم بايد په ياد وي، چې د ځينو ناسمو کړنو، دريځونو او يو شمېر بدرنګه څېرو له امله نه يوازې د مجاهدینو او شهيدانو ارمانونه پوره نه شول، بلکې د مبارزې رښتينی انځور هم ورسره پيکه او تت شو.
اوس چې افغانستان تازه د نړۍ له يو بل ښکېلاک څخه د بې شمېره قربانيو په بدل کې ازادي اخيستې، بايد په ټول توان هڅه وشي، چې دا ځل د افغانستان خپلواکي تلپاتې شي، اسلامي نظام پايښت ومومي او افغانستان د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره په سياسي، اقتصادي، تعليمي، روغتيايي او نظامي برخو کې سيال شي او بيا داسې څه ونه شي لکه د جدي د غمیزې پر وړاندې د مبارزې ثمره مو چې په نا اهلۍ تمامه شوه او له دومره سترو قربانیو سره سره مو ونه کړای شول چې یو رښتینی اسلامي نظام قایم کړو.
پکار ده چې د هيواد هرې سيمې ته د پوهې او دانش لمنه پراخه شي، نصابونو کې په پراخه کچه دين، هيواد، ازادي او ارزښتونو سره د مينې او محبت مواد ځای پر ځای شي او نوي نسل ته د خپلواکۍ او ازادۍ ارزښت ورپېژندل شي.
موږ بايد د ګران هيواد افغانستان د ازاد ساتلو لپاره بنسټيز کارونه وکړو، اقتصادي او نظامي برخو کې پر ځان بسياینې ته کار وکړو، له تېرتاريخ څخه درس واخلو، راتلونکو نسلونو ته د خپلو اتلانو تاريخ ثبت کړو او بيا چاته اجازه ورنه کړو، چې افغانستان ته ان په بده سترګه وګوري.
نړيوال قدرتونه هم بايد د بيا لپاره خپلې تېروتنې تکرار نه کړي، هغوی بايد افغانستان کې درې ځله د انګريزانو، سرو لښکرو او ناټو له ماتې سبق واخلي، د افغانانو ديني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري او نور دې له دې نه تسليمېدونکي ملت سره له ډغرو وهلو ډډه وکړي.