
د اسلامي امارت وروستۍ سياسې برياوې !
شاوخوا يونيم کال وشو، چې د اشغال په وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت اوږده مبارزه بريا ته رسيدلې، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د چارو واګي نوي خپلواک اسلامي حکومت ترلاسه کړي، پر ټول هيواد يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام حاکم دی، خونړۍ جګړې پای ته رسېدلي؛ اداري فساد، غصب، د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق ختم شوي او ددغو جرمونو علمبرداران له هيواده تښتېدلي دي.
که څه هم تر اوسه رسماً کوم هيواد نوی افغان حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د چين او روسيې په ګډون د سيمې ځينو هيوادونو اسلامي امارت ته د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ سپارلې دي، تېره اوونۍ ايران او ترکيې هم خپلو هيوادونو کې د افغانستان سياسي استازولۍ اسلامي امارت ته وسپارلې، چې دا په سياسي ډګر کې د اسلامي امارت لپاره ستره بريا ګڼل کيږي. له دغو سفارتونو څخه د اسلامي امارت او افغانانو د ګټو په وړاندې د پخوانۍ تش په نامه افغان ادارې چارواکو او لنډغرو د انسجام او هماهنګۍ د يو مرکز په توګه کاراخيست.
دا خو څرګند حقيقت دی، چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په لاره کې له ټولو ستر خنډ امريکا او لودېځه نړۍ ده، هغوی غواړي چې په دې سره له افغان ملت څخه د خپلې ماتې کسات واخلي او پر نوي افغان حکومت د سياسي فشار لپاره ترې د يوې الې په توګه استفاده وکړي، خو مهمه او اساسي نقطه داده چې اسلامي امارت په دې برخه کې څه کولی شي او څرنګه د سيمې او نړۍ هيوادونو ته قناعت ورکولی شي؟
اسلامي امارت که څه هم له نړۍ سره د دوستانه اړيکو او تعامل په هکله په خورا وضاحت سره خپله پاليسي اعلان کړې، خو په دې برخه کې لا ډېر زيات کار ته اړتيا ده، اسلامي امارت بايد خپلې هڅې څو برابره زياتې کړي او د امريکا او لوېديځې نړۍ پر ځای له روسيې، چين، ترکيې او د سيمې له نورو هيوادونو سره رغنده خبرې وکړي او که اړتيا وي د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې يو څه انعطاف هم وښيي.
اسلامي امارت له امريکا او لوېديځ سره د روسيې او چين له رقابتونو د خپل ځان په ګټه کار اخيستلی شي، په دې سره به نه يوازې د نوي افغان حکومت د نه په رسميت پېژندنې په هکله په ښکاره نړيوال ايتلاف مات شي، بلکې افغانستان به د امريکا او لوېديځې نړۍ له غير قانوني فشارونو او غوښتنو څخه هم وژغورل شي.
په دې برخه کې د اسلامي امارت ټول ارګانونه بايد د بهرنيو چارو وزارت ملاتړ وکړي، راتلونکي ګامونه په پوره هماهنګۍ واخلي او د افغانستان عليا مصالح بايد په پام کې ونيول شي. که په دې برخه کې کلکه اراده، پرلپسې هڅې او هماهنګي موجوده وي، ډېر ژر به مثبتې پايلې ولري.
لنډه دا چې په نظامي برخه کې له تاريخي بريا وروسته اوس اسلامي امارت په سياسي برخه کې هم د بريا پر لور چټک ګامونه اخلي او که د رسميت پېژندنې په برخه کې له امريکا او لويديځ سره د خبرو پر ځای ډېر تمرکز د سيمې له هيوادونو او په ځانګړې توګه له روسيې او چين سره پر خبرو وشي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ملت او نړيوالو ځينو مشروع غوښتنو ته د مثبت ځواب هڅه وشي، د اسلامي امارت ټول ارګانونه دې د بهرنيو چارو وزارت سره په پوره هماهنګۍ اقدامات وکړي، ان شاء الله تعالی ډېر ژر به رسميت پېژندنې ته هم لاره هواره شي.