
اوبه او ژوند؟!
اوبه او ژوند دوه داسې کلمې دي، چې لومړۍ يې د دوهمې د دوام لپاره اساسي شرط دی، چې اوبه نه وي ژوند نشته، اوبه يوازې د انسانانو نه، بلکې د ټولو ژوندي سرو او ان نباتاتو د دوام لپاره اړينه ماده ده. هغه څه چې په ژوند کې خورا زيات ارزښت او اهميت لري، اوبه دي.
الله تعالی د انسانانو او نورو ژويو لپاره ډېره لويه او ښايسته دنيا پيدا کړې او د ټولو ژونديو لپاره يې په کافي کچه اوبه هم پيدا کړي دي او وخت په وخت د بارانونو او واورو په بڼه داوبو سرچينې سرشارې ساتي. خو په دې وروستيو کې د پرمختګ او تمدن په نامه د انسانانو ځينې کړنې ددې لامل شوي، چې د اوبو او هوا مصؤنيت ته زيان ورسوي او په دې لويه او ښايسته دنيا کې ژونديو ته ژوند سخت کړي.
د نړۍ د اقليمي بدلون له امله زموږ ګران هيواد افغانستان هم اغېزمن شوی، اوس د هيواد په ډېرو سيمو کې د تېرو کلونو په پرتله هوا ډېره ګرمه شوې او د اوبو سطحه ډېره ټيټه تللې ده او که په وخت يې غم ونه خوړل شي، په راتلونکي کې له دې هم د سخت ناورين وړاندوينې شوي دي.
مهمه دا ده چې موږ څرنګه کولی شو، له خپلو اوبو سالمه استفاده وکړو او د هيواد د اوبو مصؤنيت ډاډمن کړو؟
په دې برخه کې حکومت او ملت دواړه يو لړ مکلفيتونه لري او که په ګډه دغې چارې ته پاملرنه وشي، ممکنه ده، چې افغانستان د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو خوندي شي او يا لږ تر لږه د زيانونو کچه راټيټه کړای شو. د حکومتي چارواکو لومړی مسئوليت دا دی، چې ګڼ ميشتو سيمو کې خلک د ژورو څا ګانو له کيندلو راوګرځوي او پرځای يې هغوی ته د پاکو اوبو په بديلو لارو چارو تمرکز وکړي او په مياشتني ډول ترې د مصرف کړو اوبو قيمت واخيستل شي، په دې سره به نه يوازې د تر ځمکې لاندې اوبو مصؤنيت ډاډمن شي، بلکې له دې لارې به دولت ډېر عوايد هم ترلاسه کړي.
بل دا چې د زراعت او کروندې لپاره بايد له تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده ونشي او پرځای يې د ځمکې پر سر روانې اوبه مهار شي، ستر او کوچني بندونه او کانالونه جوړ شي، چې ورسره به نه يوازې د هيواد ډېرې ځمکې د کښت او زراعت وړ وګرځي او غذايي مصؤنيت به رامنځته شي، بلکې د انرژۍ د توليد په برخه کې به هم هيواد پرځان بسيا شي، چې ورسره به اقتصادي وده هم چټکه شي.
په دې برخو کې د اسلامي امارت د چارواکو وروستۍ هڅې او کوښښونه د ستايلو وړ دي، په ډېر لږ وخت کې پر نړيوالو بنديزونو او فشارونو سربيره په خپله بوديجه ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د قوشتيپې کانال يې ښه بېلګه ده، ددغې سترې ملي او حياتي پروژې د لومړي فاز چارې نږدې پای ته رسېدلي او داسې انګېرل کيږي، چې کارونه يې همداسې روان وي، نو له ټاکل شوي وخته وړاندې به يې کارونه بشپړ شي او د خوراکي توکو او اوبو د مصؤنيت په برخه کې به مثبت بدلون رامنځته شي.کابل ښاريانو ته د پنجشير له سيند څخه د اوبه ورکړه، د شاه او عروس بند د پاتې کارونو پيلول او د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي زياتوالي ته پاملرنه، دې مهمې برخې ته د اسلامي امارت لومړيتوب ښکاره کوي. حکومت بايد له دې هم ډېره پاملرنه وکړي، د ملت د اميد سترګې همدوی ته دي، چې د خپل وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره د يوه منظم پلان او نقشې له مخې اساسي او کوټلي ګامونه واخلي.
عام وګړي هم په دې برخه کې يو لړ مسئوليتونه لري، د بيلګې په ډول هر څوک بايد په خپل ورځني ژوند کې له اړتيا ډېرې اوبه ونه کاروي، د اوبو د سطحې د لوړولو لپاره د باران اوبو د مهارولو لپاره په خپلو کورونو او ځمکو کې پنځه- شپږ متره سرپټې څاګانې وکني او د لمريزې برېښنا پر مټ د محدودې او شخصي ګټې لپاره ډېرې اوبه را ونه ايستل شي.