سرمقالې

افغانستان او د وسپنې د پروسس صنعت پراختيا!

وروستيو پرمختګونو ښودلې، چې د ټکنالوژۍ څرخ د وسپنې په ذریعه په حرکت راځي. وسپنه د انسان په ژوند کې له اوبو او اکسېجن وروسته درېیم مقام لري. همدا وسپنه ده چې انسانان له یوه ځایه بل ته د هوا،ځمکې او اوبو له لارې انتقالوي، د همدې وسپنې پر مټ زرګونه کیلومتره لاره د ساعتونو مزله ته را لنډه شوې ده. وسپنه ده چې ځمکه او هوا دواړه یې تسخیر کړي ، هغه خدمتونه چې وسپنه یې د بشر لپاره ترسره کوي، بې شماره دي ، کله چې وسپنه پکار واچول شوه، نړۍ یې د یوه کلي په شان پر یوه واحد محور راوڅرخوله، د وسپنې د دې اهمیت له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د صنعتي پرمختګ لپاره د خان سټیل ، خان انجنیري سټیل اومیهن سټیل د وسپنې ویلې کولو کمپنیو رئیسانو سره هيواد کې د وسپنې د پروسس او ویلې کولو د یوې لویې فابریکې د جوړولو په هکله لومړنۍ ناستې کړي او هغوی ژمنه کړې چې له نړیوالو معیارونو سره سم د وسپنې د پروسس او ویلې کولو د یوې لویې فابریکې پر جوړولو اقدام کوي ، ځکه په هېواد کې د وسپنې داسې غني کانونه او زیرمې موجودې دي چې بېلګه يې د نړۍ په هېوادونو کې ډېره کمه لیدل کېږي. که مبالغه ونه شي ،یوازې د حاجي ګک د وسپنې کان به د ډېرو هيوادونو د اړتيا وړ وسپنه پوره کړي. دغه لوی کان چې د بابا غرونو په شمال ختیځ برخه کې د بهسودو د لومړی برخې په ولسوالۍ کې شمال پلو موقعيت لري، په بدنه کې یې په ميلیاردونو ټنه وسپنه خوندي ده، د دغه کان په اومو موادوکې د پولادو فیصدي له نورو کانونو لوړه ده.

 په دې برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا په هره برخه کې د یادو کمپنیو رئیسانو ته د هرډول مرستې ډاډ ورکړ شو. د وسپنې ویلې کولو او پروسس دا فابریکه به سبب شي چې هېواد مو  وسپنې ته د اړتیاوو له خوا پر ځان کاملاً متکي شي او آن تردې چې د پروسس شوې او ویلې شوې وسپنې په برخه کې به مو واردات صفر شي او په پراخه پیمانه صادرات به ولرو.

د دغه سترکان په برنۍ برخه کې د خالصې وسپنې فیصدي نږدې پنځه اتیا سلنې ته رسېږي چې دا یو ښه چانس دی ،ځکه د پروسس په مرحله کې زیات ضایعات نه پرې راځي.

 وسپنه دومره مفید عنصر دی چې د انسان او نبات بدن يې هم موجودیت ته اړتیا لري او د انسان د بدن وړ وسپنه په نباتاتو کې موجوده ده .

 زموږ هغه شمېرهېوادوال چې غواړي د هېواد په دننه کې پانګونه وکړي احساس یې د هغو پانګوالو په پرتله چې خپلې پانګې یې په یوه اوبل نامه له ملکه اېستلي، د ستایلو وړ دي او دلته د شخصیتونو تشخیص هم په ډېره آسانۍ سره کېدای شي چې د چا پر خپل ملک زړه سوځي اود لته پانګونه کوي اوڅوک یې په وړاندې بې توپیره دي او خپلې پانګې بې زړه سوي له ملکه باسي.

وسپنه له میلاده  مخکې هم بشر کاروله او دفاعي ابزار ترې جوړېدل ، خو پروسس او ویلې کول یې هغه وخت ډېر ساده وو ، هرچا به هغه وخت کولای شول چې کمه اندازه وسپنه لومړی پروسس او اضافي مواد ترې لرې کړي اوبیا یې د حرارت په ذریعه پر ابزارو واړوي . دوی به هغه وخت له وسپنې څخه تورې ، ډالونه ، زغرې او نيزې هم جوړولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *