سرمقالې

اسلامي امارت او نړۍ سره د اړيکو پراختيا!

اوس دا دی له دوو کلونو ډېره موده وشوه، چې افغانستان د غربي ښکېلاکګرو له يرغل څخه آزاد شوی، خپلواک او ځواکمن مرکزي نظام لري او  نړۍ سره د تعامل او اړيکو په برخه کې يې هم پرمختګونه کړي دي؛ خو لکه څرنګه چې پکار ده، نړۍ په دې برخه کې هغسې زړور ګام نه دی اخیستی او تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ هيواد هم د افغانستان حاکم نظام په رسميت نه دی پېژندلی.

دا چې ولې نړۍ په دې برخه کې خپل مسئوليت نه دی اداء کړی، بېلابېل لاملونه لري، يو يې دا دی چې امريکا او متحدين يې په دې توګه له افغانستان څخه د خپلې ماتې  بدل اخلي. بل دا چې له دې کار څخه يې موخه د افغانستان پر فعلي حکومت فشار راوړل دي، تر څو خپلې غوښتنې پرې ومني.

خو اوس داسې ښکاري چې د لويديځ د فشار سياست هم ناکام شوی او نړۍ هم دې پايلې ته رسېدلې، چې د فشار له لارې نشي کولی خپلو اهدافو ته ورسېږي، بلکې هڅه کوي، چې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د تامين لپاره له ډيپلوماټيکو لارو چارو کار واخلي.

همدا لامل دی، چې ګڼ شمېر هيوادونه فعلاً په افغانستان کې پرانيستي سفارتونه او سياسي استازولۍ لري او دغه راز ځينو نورو يې په خپلو هيوادونو کې د افغانستان سفارتونه او سياسي نمايندګۍ د اسلامي امارت ډيپلوماتانو ته سپارلي دي.

تازه د افغانستان اسلامي امارت خپل پخوانی مرستيال وياند بلال کريمي د چين لپاره د نوي سفير په توګه ټاکلی. چين اوس په سيمه ييز او نړيوال اقتصاد او سياست کې خورا دخيل دی او هڅه کوي، چې خپل نفوذ او اثر ته لا ډېره وده ورکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت لپاره دغه ګام ډېر مهم دی او نړۍ سره د اړيکو پراختيا کې د پام وړ رول لوبولی شي.

دغه راز تمه ده، چې هندوستان هم نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت ډيپلوماتانو ته وسپاري.

چين له لومړۍ ورځې پر افغانستان د امريکايي يرغل او سيمه کې د لويديځو ځواکونو له شتون څخه ناراضه و؛ خو د اسلامي امارت له حاکميت وروسته يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پاليسۍ ته مخه کړې، په وار وار يې ويلي چې د افغانستان د فعلي حکومت پرېکړو ته درناوی لري او نه غواړي چې د هغوی په کورنيو چارو کې مداخله وکړي. دغه راز ياد هيواد ‎افغانستان سره اقتصادي شراکت او په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته ليوال دی او په دې وروستيو کې د چينايي شرکتونو او افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ګڼ تړونونه هم لاسليک شوي دي.

د چين له لوري افغانستان سره د سياسي اړيکو پراختيا به نور هيوادونه هم وهڅوي، څو د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره د خپلو ګټو پر محور ولاړې اړيکې ورغوي، هغوی بايد ټول عمر د امريکا په غوښتنه او اشاره خپل کورني او بهرني سياستونه عيارنه کړي او نه خپلې ګټې د لوېديځ له ګټو قرباني کړي.

نوره نړۍ او په ځانګړي ډول اسيايي هيوادونه هم بايد د چين په څېر خپلې پرېکړې په خپله وکړي، د افغانستان له فعلي وضعيت، پراخو طبيعي منابعو او مناسب جغرافيوي موقعيت څخه د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو لپاره استفاده وکړي او نور دې د پرديو د ګټو لپاره خپل هيوادونه او وګړي له ستونزو او مشکلاتو سره نه مخ کوي. اسلامي امارت په وار وار او په ډېر څرګند ډول ويلي دي، چې په ټول توان به د ديني او ملي ګټو په چوکاټ کې نړۍ سره د اړيکو او تعامل په برخه کې مثبت ګامونه واخلي او غواړي چې د سيمې او نړۍ په اقتصادي رشد او ثبات کې د يو مهم سهيم رول ولوبوي‌.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *