سرمقالې

اسلامي امارت او د طبیعي پېښو په وړاندې چټک اقدامات

د افغانستان اسلامي امارت په سیمه او هیواد کې د اقلیم د بدلون له امله له پراخو طبیعي پېښو سره د مقابلې په برخه کې د یوه مسئول نظام په توګه اقدامات کړي او په بغلان او نورو ولايتونو کې يې د سېلابونو قربانیانو ته چټکه رسیدګي کړې ده.

د هرات وروستۍ زلزلې او ترې مخکې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې زلزلې د دغو سيموخلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه واړول .د افغانستان اسلامي امارت ، د هيواد ګڼ شمېرملي سوداګرو اومتشبثينو او دغه راز نړيوالو خيريه بنسټونو پر وخت د زيانمنو شويو هيوادوالو مرستې او لاسنيوي ته ور ودانګل او کوم امکانات يې چې په اختيار کې وو هغه يې له زيانمنو شويو هيوادوالو سره شريک کړل .د طبیعي پېښو له امله رامنځته شويو بحرانونو ته د ځواب ویلو لپاره دا اقدامات له محدودو امکاناتو سره سره په حقیقت کې په سیمه کې د طبیعي پېښو په وړاندې له ټولو عاجل ځوابونه دي.

همدارنګه په بغلان،تخار او بدخشان ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له لومړیو ساعتونو راهیسې څو پوځي چورلکې، ګرځنده امبولانسونه او په سلګونو موټر او ماشینونه په ځپل شویو سیمو کې فعالیت کوي او له اړینو وسایلو او امکاناتو سره مرستندویې ډلې له مرکز کابل څخه یادو سیمو ته استول شوي دي. د ژغورنې ډلې، طبي ټیمونه او له ټپیانو سره د مرستې لپاره ډاکټران له لومړۍ ورځې سیمه کې شتون لري او پر فعالیتونو بوخت دي.

 لنډه دا چې په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مسئولینو کړنې، د یوه مسئول نظام په توګه، مسئولانه، پر وخت او چټکې وې او هيله ده چې په راتلونکي کې به د ورته پېښو د مخنیوي په موخه د ځواب ویلو بهیر لا چټک او معياري شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *