
هيوادوال د ماليې وزارت پر هغې پرېکړه خوښ دي، چې د ځېنو خوراکي توکو محصول يې راکم کړی.
د ماليې وزارت زياتوي، د روژې په مناسبت يې پر کچلو، روميانو، بينډيو، مڼو، خرما او هندواڼو ګمرکي محصول ۸۰ فيصده راکم کړی ترڅو هېوادوال يې په ارزانه بيه په بازارونو کې راونيسي.
د موسی قربان په نامه کس هېواد ورځپاڼې ته وويل، که دولت هرڅومره محصول راکم کړي؛ خو هټېوال يې بيا هم قيمته خرڅوي.
قربان وايي:«که دولت هرڅومره خوراکي توکي ارزانه کړي؛ خو دکاندارانې بيا هم قيمته خرڅوي.له حکومته هېله لرو، چې د دې لپاره يو ځانګړی کمېسيون وټاکي او يا د هر ولايت ښارواليو ته لارښوونه وکړي، چې د قيمتونو لپاره لاس پکار شي ترڅو نرخونه کنټرول کړي؛ ځکه ولس ډېرغرېب دی او په لوړ نرخ توکي نه شي اخيستلي.
هلال همدرد د حکومت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ نېوکه کوي او زياتوي، چې په دې برخه کې کنټرول ډېر مهم دي.
همدرد هېواد ورځپاڼې ته وويل: (( د حکومت دغه اقدام نيک اقدام دی، الله دې وکړي په بازار ښه اغېزه وکړي. نېوکه مې داده، چې يو چارک روميان مخکې په ۶۰ افغانۍ وو؛ خو د روژې په را رسېدو سره يې بيه اوس ډېره ختلې ده همداسې بينډۍ او نورې تازه سبزۍ درواخلئ.))
درمان نظري زياتوي: په نړۍ کې د خوراکي توکو قيمتونه د روژې په راتګ سره را ټېټېږي، مګر په افغانستان کې تجاران او هټيوال د خوراکي توکو بيې پورته خېږوي.
ده وويل: (( له حکومت نه مو هېله داده، چې له محصول سره نرخونه کنټرول کړي او څوک چې زياتی کوي بايد جريمه شي.))
په ولايتونو کې ښارواليو له دکاندارانو غوښتي، چې د روژې مبارکې مياشت کې دې له احتکار کولو ډډه وکړي او هغه نرخنامې، چې دوی خپرې کړي که څوک ترې سرغړونه وکړي مجازات کېږي به، خو د نرخونو د کنټرول او نظم راوستنې لپاره د روژې له پيل راهېسې د ننګرهار ښاروالۍ مامورين هره ورځ په لسګونو سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي، دکانونه يې مهرولاک کوي او توکي يې ليلاموي. بايد وويل شي، چې خلک د اسلامي امارت دحکومت پر دغسې کړنو خوښي څرګندوي او زياتوي چې داسې کړنې د يو ژمن او عادل نظام د جوړېدو اميد دی.
راپور: ارين سوله مل