
کاغذ
د بادغيس برېښنا عوايد ٢٥ سلنه زيات شوې
د بادغيس د برېښنا آمريت مسئولين وايي، چې د دغه آمريت په عوايدو کې د روان کال په لسو مياشتو کې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالی راغلی دی.د ياد ولايت د برېښنا آمر مولوي خيرالله خيرخواه له باختر آژانس سره په خبرو کې ويلي، چې تېر ١٤٠٠ کال کې يې ٦٢ ميليونه، ٩٢١ زره ١٩٧ افغانۍ عوايد راټول کړي، چې په روان ١٤٠١ کال کې دغه عوايد ٨٤ ميليونه، ٦٨٨ زره او ١١ افغانۍ راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالي ښيي.ده زياته کړه، چې هڅه کوي دې ولايت کې د سبسټېشن د توليد ظرفيت لوړ کړي ،تر څو وکولای شي د ياد ولايت ټولو برخو ته برېښنا ورسوي.