
مورې! ماته به د اختر جامې اخلې / لنډه کيسه
س. سعيد
عمر چې راغی، پښې يې ځای ځای وينې وې، څپلۍ يې نه درلودې او پوندو کې يې اغزي او شګې ننوتې وې. خپله وړه رمه يې د ونو سيوري ته پنډه کړه او د مور تر خوا کښېناست.
په ارمانجن اواز يې مور ته وويل: مورې دا ځل په زړو جامو کې اختر نه تېروم، دغه يو تور پسه به خرڅ کړو، خو ما ته به څپلۍ او جامې اخلې.
مور يې که څه هم اول د نورو قرضونو شکايت ورته وکړ، خو اخر يې ورسره ومنله. عمر خوشاله سو، په منډه ولاړ خپلو خويندو ته يې هم وويل چې دا ځل به ما ته مورجانه د اختر جامې کوي.
هغوی هم راغلې او تر مور راچاپېره سوې، چا د نکريزو زارۍ کولې او چا شنه او سره بنګړي غوښتل.
مور يې دوی هم راضي کړې او ټول يې ښه خوشاله رخصت کړل.
خو! وروسته يې د ټيکري (څادر) په پېڅکه اوښکې پاکولې، ويل يې: کاشکې يې پلار ژوندی وای! اوس به ولې داسې په بده ورځ ول. خدای خو دې د عسکرو بچې همدسي خوار کړي، لکه موږ يې چې خوار کړو.
سبا سهار دروازه وټکېده، لږ شېبه وروسته عمر بېرته نيولې سا مور ته راورسېد: مورې! ماما جان راغلی، هغه هم ګنج ته روان دی، وايي که تاسې مال بيایئ، نو راويې باسه.
مور يې ولاړله، هماغه تور پسه يې تر وندوني (رسۍ) راونيو او له عمر سره يو ځای د دروازې خوا ته روانه شوه.
ورور سره يې ستړې مشې وکړه خپل تور پسه يې له نورو هغو سره خوشې کړ، بيا يې وويل: صديق الله! دغه پسه دی، په ټولو خلکو به يې راته وګرځوې، چا چې په ښه بيه اخيست پرې خرڅ يې کړه.
عمر نارې کړې: ماما جانه! ما به هم درسره بيايې.
مور يې راپاتې کاووه، خو ونه توانېده، آخر يې اجازه ورکړه.
دواړه روان شول، کله چې ګنج ته ورسېدل، خپل پسونه يې يو ځای سره پنډ کړل.
صديق الله څو قدمه وړاندې يو بل ملګری وليد، عمر ته يې وويل: ته دلته پاتې شه! زما هاغه ملګري سره لږ څه کار دی، بيرته ژر راځم.
څو شېبې لا نه وې وتلې، چې ناتاره ډزې شروع سوې او همدغه د ګنج ساحه تر بريد لاندې راغله، چيغې شوې، هر ځای وينې بهېدې، خلکو يو خوا او څارويو بل خوا منډې وهلې.
ناګهانه يو توپ راغی د عمر تر څنګ ولګېد، عمر راپرېوت، يوه شېبه يې چيغې وکړې: ماما جانه! ماما جانه!… او بيا يې وروستۍ چيغه په خوله کې ورکه شوه او د تل لپاره خاموش شو…!
آه…! عمر څه خبر ؤ چې ماما جان يې تر ده وړاندې لا په خپلو وينو کې ولمبل!
ډزې بندې شوې، هره خوا شهيدان او زخميان پراته وو، ټوله ساحه چيغو پر سر اخيستې وه، هر چا زخميان او شهيدان انتقالول.
ټوله سيمه په وينو رنګ وه، د سنګين له سينې بيا وينې بهېدلې او دغې مظلومې ځمکې پر خپلو بچيو ژړل.
د ګنج په ساحه کې ډېری بې ژبې څاروي هم په وينو لت پت پراته وو، هغه چې پاتې ول، يو او بل طرف يې وارخطا منډې وهلې.
د عمر تور پسه هم راغی او يوه شېبه د خپل معصوم څښتن سر ته ودرېد، داسې ښکارېده لکه د خپل زړه سواند او مهربانه شپون پر فراق چې اوښکې څڅوي، وروستی ديدن يې کوي او د حال په ژبه ورته وايي چې: عمره! ولې دلته راغلې؟ خو همالته به په شنو دښتو کې ګرځېدو؟ ای عمره! دلته دې څه غوښتل؟!
يادونه: د (۱۳۹۹ه.ش کال د سرطان په ۹مه) نېټه د دوشنبې په ورځ سهار مهال؛ د ګوډاګي رژيم د (۲۱۵) ميوند قول اردو د دوهمې لواء وحشي عسکرو د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په زاړه بازار سيمه کې پر سيمه ييزه مېله (ګنج) او شاوخوا کورونو د ډي سي توپونو ډزې وکړې، چې په لسګونو عام هېوادوال پکې شهيدان او زخميان شول او بې شمېر څاروي هم تلف شول. نو دغه لنډه کيسه هماغه مهال ليکل شوې.