نالونه او کیسې

د مېرمنې په ياد لنډه کيسه

حامد افغان
لومړۍ برخه
يو مېړه وايي: له عادت سره سم مې چټي له خپلې مېرمنې سره جګړه وکړه، زما او و هغې تر منځ اختلاف زيات شو، ورته غوسه شوم او ورته ومې ويل: زما په ژوند کې ستا وجود بې معنا دی، شتون او نه شتون دې ماته يو دی، دا کوم خدمت مې چې ته کوې، يوه خادمه مې دا خدمت له تا ښه کولی شي! زما د دې خبرو پر مهال هغې لاندې کتل، چې خبرې مې ختمې شوې هغې په اوښلنو سترګو پورته راوکتل او بلې خونې ته روانه شوه.
ما خبره بابېزه وګڼله او په ژور خوب ويده شوم، دا موضوع تېره شوه، څو ورځې وروسته مې مېرمن وفات شوه، هغه مو دفن کړه او د فاتحې مراسم هم ختم شول. د يادولو وړ ده ،چې د هغې په مړينه زما ژوند کې ډېر بدلون رانغی، څه خپه شوم، خو دا خپګان مې داسې تغبير کړ ،چې له هغې سره مې زيات وخت تېر کړی و، نو په بېلتانه به يې خامخا دومره خپګان رامنځته کېږي، نو ما ويل ځه دا به دوه درې ورځې وي وروسته به دا هر څه هېر او ژوند به نورمال شي.
د فاتحې له مراسمو او د خپلوانو او ملګرو له ګڼې ګوڼې وروسته ،چې خپل کور ته ننوتلم، د سخت او دردوونکي بېلتانه احساس خپله اغېزه پيل کړه … د وحشتناک يواځېتوب احساس وکړولم، زړه کې مې د بېلتانه څړيکې په تېزيدو شوې او ستوني کې مې د غم دردوونکې غوټه راپورته شوه! له داسې نادر يواځېتوب سره مخ شوم ،چې مخکې مې په خپل ژوند کې نه و تجربه کړی، ځان دومره په ډاګ پاتې راته ښکاره شو ويل آن د کور ټول دېوالونه له هغې سره يو ځای تللي دي.
ماخوستن په خپل ځای کې وغځېدلم، په غريو نيولي انداز مې د هغې تش ځای ته کتل … آه هغه ساعت څومره ځوروونکی و، له هغه تش ځايه زما ټوله نړۍ کوچېدلې وه، هغه تش ځای ته په کتلو سره زه عجيبو او ډېرو بې رحمه دردونو په غېږ کې ونيولم … خدازده څه وخت به د خوب مهربانې غېږي ته لوېدلی وم هو سهار ناوخته راپورته شوم.
سهار زما د کار له وخته ناوخته راوېښ شوم، پخوا زه هغې په خپل وخت پاڅولم، د هغې د خوب ځای ته مې په قهرژن نظر وکتل، چې ولې يې له عادت سره سم په خپل وخت نه يم را پورته کړی، خو دستې پوه شوم ،چې هغه له دې ځايه تللې او د همېشه لپاره تللې ده! نو له ځان سره مې وويل: کارونه يې چې درته کول هغه د تورو خاورو مېلمنه ده، دا بوجونه اوس ستا غاړې ته درولويدل.
کار ته ولاړم، خو هغه ورځ ډېره په ورو روانه وه، په دې ورځ مې خړ خړ يو بل لورته کتل، د هغې هغه د موبايل زنګونه او خبرې رايادې شوې، چې د کور سامان به يې رانه غوښته او جنجالونه به يې راسره کول، چې هغه رقم شي راوړه او دا رقم… په ځانګړې توګه د هغې دې جملې سخت وځورولم چې راته ويل به يې: ګوره ډېر ناوخته کوه مه، دې جملې به زه مخکې غوسه کولم خو اوس پوه شوم چې هغې له ما سره مينه لرله او غوښتل يې ژر يې خواته ورشم…
د هغې خوږې خبرې ورو ورو، يوه يوه رايادېږي، هغه مهال زما توجه ورته نه وه، د ژوند مېله مړه يي، اوس يې هغه جملې راژباړم او د هغې سپېڅلې موخې ورنه راباسم… ما به کله کله قصداً ناوخته کوله، چې بيا به کور ته ورتلم، هغه به دروازه کې راته ولاړه وه، هغه سپېڅلې موسکا يې د ټولو ستومانيو لپاره درمل وه … د هغې استقباليه جملو کې دا جمله (هغه شيان مې چې درنه غوښتي وو؛ هغه دې ټول راوړي؟)، به هغه مهال زما نه خوښېدله، خو اوس يې آن يو ځل اوريدو ته ليوني يم …
اوس خو مې کور خراب، وران او بې روحه کنډواله پروت دی، يوه دقيقه په يوازيتوب کې لکه يو ساعت دومره راته اوږده شي، يا الله! هغه به مې پوره ورځ په دې کور کې تنها پرېښودله، د هغې د احساس مې هېڅ فکر نه کاوه، ما ته اوس ځان مجرم ښکاري، زه به هر وخت د ځان په فکر کې وم، د هغې راحت او آرام ته مې پاملرنه نه کوله، زه ځان ته لګيا وم د هغې غم مې نه کاوه.
عجيبه خو دا ده! هغه مېرمن چې ما به يې اکثره وختونه خبرو ته سمه توجه نه کوله، اوس يې له يادونو او خوږو خبرو زما ذهن داسې ډک دی، چې هېڅ تمامېږي نه! انساني ذهن عجيب لوښی دی! څومره اوريدلي او ليدلي شيان ځايوې! اوس مې په ذهن کې د هغې دا خبره د لړم غوندې ټک راکړی، چې کله به يې زما د نه پاملرنې او بې پروايي پر مهال راته وويل: ( ډېر په زړه سخت يې … )) خو اوس هغه خبره نه ده، چې هغه سخت زړه د دې د غمونو او يادونو له درده ورو ورو اوبه کېږي…
دا ښځ مړی خپله دردمنه او وېرژلې کيسه غځوي او زياتوي: خبره هله سخته او وخت تريخ شو، کله چې ناروغ شوم، دا مهال به مې ته وا څومره هغه له ميني ډک لاسونه ياديدل او پر زړه اوريدل ،چې زه به يې ناروغي کې په زيات اخلاص او مينه مينه پاللم، هغه به زما په ناروغي کې تر سهاره راسره وېښه وه، تر څو به روغ رمټ شوم، ګواکې هغه زما مېرمن نه بلکې مور وه.
ناروغ هسې هم زړه تنګي وي، خو کله چې افغان نارينه ناروغ شي او مقابل يې خپله مېرمن يي؛ نو له زړه تنګي سره يې بداخلاقي څو چنده شي، الا من رحم الله، اوس مې چې د ژوند ملګرې د تل لپاره رانه تللې او زه د ناروغۍ پر بستر پروت يم، د نورو هر ډول سوچونو او فکرونو دروازې مې تړلې دي، آن د ناروغي د خوږو او دردونو په اړه هم چرت نه وهم، يواځې زما د ځوانيمرګې يادونو ته مې ځان فارغ کړی، د هغو يادونو پرېمانه لښکرې مې په زړه باندې د بې رحمه څړيکو ږلۍ اوروي.
خو په دې لړ کې ځوروونکې څړيکې د هغې د مخلصانه او له مينې ډک چوپړ مقابل کې زما د تريخ او له وحشته ډک چلند، هغې به زما ټولو ترخو خبرو ته موسل، ښه راته ياد دې، زه به چټي او بې پيره لګيا وم، خو هغې به په بسم الله ګولۍ راته سپينه کړه او ما به چې خوړله هغې به له ځانه سره ورو ورو شونډې ښورولې او زما د روغتيا دعا به يې ويله!!
يو وخت يې له يوې سختې ناروغۍ د رغيدا شپو ورځو کې راته وويل: سړيه! په ناروغي کې ډېره غوسه درته ښه نه ده او نه ډېرې خبرې … بيا راته موسکۍ شوه، ويل يې، خو ځوان هلک يې غوسې د بوډاګانو کوې! يعني هغه غوسه او زياتې خبرې يې زما د روغتيا لپاره ښې ونه بللې! دا چې په هغې غوسه او خبرو به مې د هغې عزة النفس څومره داغلی، ټپلي او دردولي وي؛ د هغه په کيسه کې نه وه، بلکې دا هر څه يې تر پښو لاندې کړي وو او زما د ناروغۍ او دردونو دکمېدا او ختمېدا فکر ليونۍ کړې وه!
عجيبه دا وه، چې د شته ناروغۍ د درد او کړاو احساس راکې ختم شوی و، د هغې د يادونو درد زور راباندې اچولي و، د کور کوم غړی به چې راته راغی، زما د اوښلنو سترګو په لېدو به راته خپه شو، نو د ناروغي او دردونو په اړه به يې پوښتنې رانه پيل کړې، خو هغه به خبر نه و ،چې ما ته مې د ضمير پوليس لاسونه راتړلي او زما د تل ورکې مينې … د يادونو په لښتو مې شړقوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *