نالونه او کیسې

خوږې کيسې

امين وردګ
لومړۍ برخه
د حضرت علي (رض) عدالت: کثير الحضرمي ليکي چې زه يوه ورځ د کوفې جومات ته (د ابواب کنده له لوري) داخل شوم ، ګورم چې هلته پنځه کسان ناست دي او په اميرالمؤمنين حضرت علي (رض) پسې کنځلې کوي؛ يو په کې د لوړې خولۍ والا هم و چې ويل يې: په الله سره مې دې قسم وي! زه به خامخا علي ابن ابي طالب وژنم.
ماته د دوی په خبرو سخته غوسه راغله، خو څه مې په وس کې نه وو، مګر دا هوډ مې له ځان سره وکړ، چې که دغه د لوړې خولۍ والا يوازې په لاس راغی نو هرو مرو به يې اميرالمؤمنين ته ورولم، چې خپل قصاص ترې واخلي.
لږ ځنډ چې و وت، نو همغه خولۍ والا مې يوازې وموند ، ژر مې پرې ور ټوپ کړل، له ورمېږه مې ونيو او مستقيم مې اميرالمؤمنين ته ور وست.
کله مې چې هغه مبارک ته کيسه وکړه نو ټوپۍ والا ته يې وويل : هلکه لږ نږدې راشه! ته څوک يې؟ هغه ورته وويل: زه سوارالمنقري يم.
حضرت علي (رض) ماته وکتل او راته ويې ويل: حضرمي! دی پرېږده چې لاړ شي.
ما ورته وويل: اې اميرالمؤمنينه! ده د الله په نوم سره قسم اخيستی چې تا به قتلوي، نو ولې يې همداسې پرېږدم؟ ده مبارک په سړه سينه داسې ځواب راکړ : ښه نو! ته غواړې چې زه همدا اوس دی قتل کړم؟ حال دا چې زه د ده د قتلولو هېڅ حق هم نه لرم؛ ځکه چې لا خو يې قتل کړی نه يم! نو په کوم دليل يې زه قتلولی شم؟ او بله خبره دا ده چې؛ که چېرې دی ما قتل هم کړي نو قصاص او د وينو بدل به مې اولياء اخلي، نه زه! ځکه چې زه به قتل شوی وم! نو مقتول څرنګه کولی شي چې خپل قاتل ووژني.
نور بيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *